Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان ناڅرګنده راتلونکې په اړه د قطر د بهرنیو چارو وزیر اندېښنه

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي، تر اوسه په افغانستان کې هېڅ روښانه راتلونکی نه‌شته.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ملګر ملتونو د ۷۷یمې غونډې په څنډه کې دوحه نیوز ته ویلي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د پرمختګ لپاره د سرپرست حکومت د چارواکو لپاره یو پلان او یو لړ شرایط مشخص کړي.

هغه په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین او همداراز د ترهګریزیو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو له امله اندېښنه ښودلې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايي: «تر اوسه د افغانستان لپاره هېڅ روښانه لار نه‌شته. نړۍوالې ټولنې ته زموږ مشوره دا ده چې د مخته تګ لپاره یوې طرحې ته اړتیا ده او دا چې اوسنیو چارواکو لپاره شرایط څه دي او موږ یې د نړۍوالې ټولنې په توګه څنګه تنظیمولی شو، خو د لارې نقشې د نشتوالي له امله زه فکر کوم چې، په افغانستان کې به وضعیت اندېښمنوونکی پاتې شي. موږ ګورو چې، بشري او اقتصادی بحران مخ په پراخېدو دی.»

له دې سره سم، د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې، د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په څنډه کې یې د پاکستان، قطر، ترکیې او ازبېکستان له چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي: «د دغو هېوادونو چارواکو موافقه کړې چې له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو د عادي کېدو لپاره د ټول‌ګډونه حکومت‌والۍ، د بشري او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو رعایتېدل او همداراز هغوی ته د زده‌کړو او کار د زمینې برابرېدل ډېر مهم دي.»

د چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې، د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه او لوېدیځوال په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایتېدو په تړاو پر اسلامي امارت خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه جاوید سنگدل وايي: «د اسلام له سپېڅلي دين او ځينو نورو ارزښتونو سره سم د بشري حقونو، د ښځو د حقونو رعايت چې يو دولت د خپلو اتباعو پر وړاندې مکلفيت لري، که دا کړنې ترسره شي، زه فکر کوم چې خلک به طالبانو ته نور هم نږدې شي او یو ملي مشروعیت به پیدا کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه احمد منیب وايي: «په لوېدیځ کې د بشري حقونو بنسټونه ډېر فعال دي او تل پر خپلو هېوادونو فشار راوړي، څو په افغانستان کې د بشري حقونو نړیوال ارزښتونه پلي شي.»

تر دې مخکې د اسلامي امارت مسوولینو د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو او نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار د زمینې برابرولو په تړاو د نړۍوالو غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې بللې وې.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین او همداراز د ترهګریزیو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو له امله اندېښنه ښودلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه