Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځیو نه پرانیستل کېدو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواشیني

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له‌خوا د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د تړلو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تازه د فرانسې له ۲۴ ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، "طالبانو" پر کړو ژمنو عملی نه‌دی کړی، نو له همدې امله تر اوسه پورې نړیوالې ټولنې افغانستان په رسمیت نه دي پېژندلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي: «فکر کوم که دغه غوښتنې پوره شي، نو د افغانستان د اوسني رژیم له مسوولانو سره به مرسته وکړي، ترڅو په رسمیت وپېژندل شي.له دې ډلې يې یوه د نجونو د زده کړو غوښتنه ده، چې نجونو ته باید ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.»

خو د اسلامي امارت ویاند د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، افغانستان د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «دا د رسمیت پېژندلو شرط نه دی او هغه شرایط چې په نړیواله سطح باندې د یوه حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره دي هغه موجود دي، نو بنآ دا خبره سمه نه ده، چې څوک ووايي، موږ يې شرایط نه دي پوره کړي.»

یو شمېر د سیاسي چارو شنوونکي په دې باور دي، چې اسلامي امارت او امریکا د دوحې هوکړې ځینې ژمنې نقض کړې دي.

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي: «داسې یو جزیات يې نقض شوي دواړ خواوو نقض کړې هغه کېدای شي دوی په خپل تفاهم باندې سره حل کړي. دا کورني مسایل دي چې طالبان يې هم د حل کولو په لټه کې دي.»

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي: «د افغانستان اسلامي امارت له ډېرو ستونزو سره مخ ده او همداسې نړیوال هم بهانې لټوي.»

د ټولو ګډونه حکومت جوړېدل، د بشري حقونو مراعت کول، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول د افغانستان د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهمو شرطونه څخه شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه