Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت ځينې دولتي چارواکي او خبریالان وستایل

اسلامي امارت ملت ته د دولت د حساب ورکونې د پروګرام ترسره کوونکي، حکومتي چارواکي او ځينې خبريالان په ارګ کې وستايل.

په دې مراسمو کې د رياست الوزارء مرستيالانو، د کابينې غړو، د ځينو هېوادونو سفيرانو او د رسنيو مشرانو او استازو حضور درلود.

د رياست الوزراء مرستيالان په وروستي يوه کال کې د حکومت لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه زيربنايي پروګرامونه مهم ګڼي.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر وویل:«د هېواد په کچه د بنسټيزو پروژو پرانيستل، لکه د قوشتیپې کانال، افغان پانګونې شرکت، د کجکې بند دويم پاز، د پېروزې ښارکوټي صنعتي پارک او د قشقرې د تېلو بلاک يې د مثال په ډول د يادونې دي.»

د رياست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي هم وايي:«پخوا به د ټولو دولتي معاشونو او لګښتونو ۷۰ سلنه د بهرنیانو له خوا ورکول کېده. الحمدلله نن ورځ د څه باندې ۸۳۰ زره دولتي منسوبینو ټول معاشونه او مصارف د اسلامي امارت له بودیجې څخه يعنې د افغانستان د خلکو له بودیجې څخه ورکول کېږي.»

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست، امير خان متقي وايي، چې افغانستان د سيمو د هېوادونو پرتله، په ډېرو برخو کې پرمختګ کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي څرګنده کړه:«زموږ لاسته راوړنې، زموږ حسابدهي هغه بايد له تېرو شلو کلونو سره پرتله شي، په تېرو شلو کلونو کې، په کابل چې څوک حاکم و، د سيمې له ټولو هېوادونو سره يې اړيکې خرابې وې. نن الحمد لله له ګاونډيو هېوادونو سره هم اړيکې روغې دي، د سيمې له هېوادونو سره هم روغې دي. د ټولو هېوادونو استازي او سفيران دلته ناست دي تاسې يې ګورئ. له ټولو ګاونډيانو سره مو بندرونه هم خلاص دي او دغه ده افغانستان الحمد لله د ترانزيت په مرکز بدلېدونکی دی؛ بلکه بدل شوی دی.»

د اطلاعات او فرهنګ وزارت مسوولين په دې غونډه کې وايي، چې د رسنيو ستونزې به ژر حل کړي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه وویل:«رسنيو چې کوم رول ادا کړی دی، تر ډېره حده پورې، موږ هم له هغوی سره کوښښ کوو، چې د دوی اړتياوې، او د دوی هغه څه مشکلات چې وي، هغه حل شي او کوشش مې هم کړی دی. او اينده لپاره هم پر ټولو کوښښ کوو، چې مخته ولاړ شو. هغه صحي صورت د باندې وباسو.»

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد څرګندوي:«د رسنيو همکاري، چې کومه په دې روند کې وه، دا هم د ستايلو وړ ده. محترمو رسنيو وکولای شول، په څلوېښتو ورځو کې چې د رسنيو په مرکز کې کومې غونډې وې، دې ته پوښښ ورکړي. حتا داسې هم و، چې په يوه ورځ کې دوه وخته پروګرامونه و؛ خو د رسنيو استازو هلته حضور پيدا کړی او خلکو ته يې معلومات رسولي دي.»

په دې غونډه کې د مختلفو دولتي ادارو د مسوولانو، رسنيو او يو شمېر خبريالانو د فعاليتونو قدرداني وشو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه