د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتوتونو سازمان په عمومي اسامبله کې وايي چې اسلام اباد او نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیته ګډه اندېښنه لري.
ښاغلي شریف ادعا کړې چې د القاعده، داعش، د پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون نورې ډلې په افغانستان کې حضور لري او دغه ډلې د پاکستان او سیمې د امنیت په وړاندې ګواښ دي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي:«پاکستان د ترهګرو ډلو په تړاو له نړۍوالې ټولنې سره ګډې اندېښنې لري. ترهګرۍ ډلې لکه داعش، د طالبانو تحریک، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبیکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې فعالیت لري او د پاکستان او سیمې امنیت ګواښي. نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له اوسنیو واکمنیو سره د دغو ټولو ډلو پر وړاندې په اغېزناکه او پراخه توګه چلن وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید جواد سجادي په دې هکله څرګندوي:«په نړۍوالو غونډو کې له هېواده استازیتوب شونی نه دی او دا بهیر هره ورځ وضعیت بدلوي او د دې لامل کېږي چې ځينې هېوادونه چې په خپله د ترهګرو، د زېږون، روزنې او صادرونې ځای دی، افغانستان په سیمه کې په ګډوډۍ تورن کړي.»
خو د بهرنیو چارو وزات په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو د پاکستاني چارواکو د خبرو په ردولو سره وایي، چې په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله نشته.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو داسې نظر لري:«مغرضې کړۍ او د نړۍ استخبارات هڅه کوي چې افغانستان نړۍ ته د ترهګرو د مرکز په توګه معرفي کړي.»
پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د پاکستان د لومړي وزیر د خبرو په غبرګون کې وایي، چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او د ترهګرۍ مرکزونه له لسېزو راهیسې په پاکستان کې دي او د پاکستان تر مستقیم ملاتړ لاندې د افغانستان پر ضد کارول کېږي.
د پاکستان لومړۍ وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې له کابله غواړي،چې د ښځو حقونو په تېره بیا د هغوی د کار او زده کړو د حق درناوی وکړي.
اخوا د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې اروپایي چارواکو هم په افغانستان کې د ټولو ښځو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه