Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مور او زوی د جمعې ورځې د چاودنې د یوې کورنۍ دوه قرباني غړي

د یوې کورنۍ غړي چې د جمعې په ورځ د وزیر اکبرخان جومات مخې ته په چاودنه کې خپل دوه غړي له لاسه ورکړي، له اسلامي امارته عدالت غواړي.

عمرګل په دغه برید کې خپله مېرمن او یو ۸ کلن زوی له لاسه ورکړي دي.

د وژل شوې مېرمنې خاوند عمرګل وايي:«زما مېرمن او یو اته کلن زوی وژل شوي دي او یوه بله لور مې ورکه شوې وه.»

د دغې کورنۍ یو ماشوم چې له تېرې ورځې راهیسې لادرکه و، بېرته پیدا کړی دی.

د وژل شوې مېرمنې له خپلوانو لعل ګل څرګندوي:«یو هلک و چې بوټونه يې رنګول هغه پیدا شو هغه موږ ته وویل، چې هغه ماشوم زموږ کور کې دی میدان هوايي کې چې موږ بیا میدان هوايي ته لاړو او هغې کورنۍ خپل ماشوم راته وسپاره.»

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې، د خلکو امنیت ته په جدي توګه پام وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی وحیدالله محمدي وویل:«دا څه ډول وضعیت او ورځې دي دا څه ډول مسلمان وژنه ده. باید دولت د خلکو امنیت تامین کړي.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی عبدالحدود وايي:«خلک ډېر په بد وضعیت او بیچاره ګۍ کې دي هر کور کې دوه جنازې، درې جنازې او پنځه جنازې کېږي.»

کورنیو چارو وزارت بیا ډاډ ورکوي چې، د خلکو امنیت به خوندي شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور څرګندوي:«موږ خپلو ولسونو ته ډاډ او اطمنان ورکوو چې د تاسو امنیتي ځواکونه شپه او ورځ بوخت دي ترڅو تاسو ته یو ډاډمن امنیت راولي.»

لا تر اوسه د وزیر محمد اکبر خان د جومات پر وړاندې د برید مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی.

د دغه جومات پر وړاندې شوي برید د کورنیو غبرګونونو سربېره ګڼ نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي او هغه یې غندلی دی.

د وزیر محمد اکبرخان جومات پر وړاندې شوي برید د کورنیو غبرګونونو سربېره ګڼ نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي او هغه یې غندلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه