Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

الظواهري ته د منسوب پټن ځای ویډیويي نمونه امریکا کې نندارې ته وړاندې شوه

د امریکا د استخباراتو سازمان یا «سي ای اې» د القاعده شبکې مشر ته د منسوب پټن ځای ګرافیکي نمونه د دغه بنسټ په موزیم کې نندارې ته کېښوده.

د اسوشېتد پرس د راپور له مخې، په دې تصویر کې د یوه کور موډل چې سپین دیوالونه لري او تقریبا ۵ پوړه او ۳ بالکنه لري، لیدل کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه رحمت الله بیژن پور وايي:«د دغې بېلګې او موډل جوړول په حقیقت کې د دې اقدامات دي چې غواړي د استخباراتي کچې لوبې نورې هم جذابې کړي.»

په دغه راپور کې راغلي چې، د سي، آی، اې د مامورینو له لوري د ایمن الظواهري له وژل کېدو مخکې د هغه د کور موډل د امریکا ولسمشر ته ښودلی شوی وو.

په دې موزیم کې ایمن الظواهري ته د منسوب کور له موډل سربېره ۷ ستوري د سي، ای، اې هغو ۷ کارکوونکو د درناوي په پار چې په ۲۰۰۹ کال کې د الظواهري د موندنې په هڅو کې په خوست کې د القاعدې په یوې بمي چاودنه کې ووژل شول هم نندارې ته اېښودل شوي دي.

دا انځورونه لومړني سندونه دي چې، په رسمي توګه په کابل کې د اېمن الظواهري د اوسېدونې ځای ښيي. سي، ای، اې یوازې خبریالانو او ځینې ځانګړو خلکو ته د دې اجازه ورکړې چې، له دغه موزیمه لیدنه وکړي.

تر دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزارت پر امریکا په نیوکې سره ویلي، واشنګټن په کابل کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په وسیله د القاعدې شبکې د رهبر د وژنې په تړاو هېڅ سند نه دی وړاندې کړی.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، دا مسله لا هم د یوې ادعا په حد کې ده او په وینا یې د دوی څېړنې لا تر اوسه نه دي بشپړې شوې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د هغې پېښې په هکله چې رامنځته شوې ده، اسلامي امارت په خپل وخت کې یوه وضاحتي اعلامیه خپره کړه او تراوسه موږ په هماغې اعلامیې اکتفا کوو هر وخت چې کوم څه څرګند شول که چېرې لازم وو بیا له رسنیو سره به یې شریک کړو.»

نږدې دوه میاشتې مخکې د امریکا ولسمشر په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د القاعدې د رهبر اېمن الظواهري وژل کېدل اعلان کړل.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، دا مسله لا هم د یوې ادعا په حد کې ده او په وینا یې د دوی څېړنې لا تر اوسه نه دي بشپړې شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه