Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د موندل شوي ډله ییز قبر په معیاري څېړنې د ریچارډ بنټ ټينګار

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه ډله ییز قبر د موندلو په غبرګون کې وايي، چې تر څېړنو مخکې باید د مړو پاتې شوني نور زیانمن نه شي.

په سپین بولدک کې د دغه ډله ییز قبر په هغو ویډیوګانو کې چې په خواله رسینو کې لاس په لاس کېږي لیدل کېږي چې د سیمې خلکو شپاړس مړي له دغه قبر څخه را ایستلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی د دغه قبر د پيدا کېدو په غبرګون کې په دې تړاو د قانوني څېړنو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچار بنټ زیاتوي:«ډېره مهمه ده چې تر نورو قانوني څېړنو پورې په دغه قبر کې لاس ونه وهل شي او زیانمن نه شي. دا هم مهمه ده، چې د قربانیانو د کورنیو د حساسیتونو درناوی وکړو.»

بل خوا د بشري حقونو د څار بنست له نړۍوالو معیارونو سره سم د ټولو جنګي جنایتونو د څېړلو غوښتنه کړې ده.

په اسیا کې د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله بټریشیا ګوسمن وايي:«د قبر کشف کېدل د دې لامل کېږي، چې چارواکي په بېړني ډول د غچ اخیستنې د اقداماتو مخه ونیسي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې له ځواب ورکړې ملاتړ کړی، دا یو مهم کار دی چې ټول ادعا شوي جنایتونه د یوه داسې بهیر په توګه چې د عدالت د ټینګښت لامل کېږي، له نړۍوالو معیارونو سره سم وڅېړل شي.»

یو شمېر هېوادوال او د قربانیانو خپلوان هم د عدات غوښتنه کوي.

د وژل شوي کس ورور عبدالرحیم وویل:«موږ د عدالت د ټینګښت غوښتونکي یوو. د دغو جنایتونو کړونکي باید وپېژندل شي.»

د ارزګان یو اوسېدونکی هم وايي:«له نړۍوالې ټولنې او اسلامي امارته غواړو چې جنګي جنایتونه په عادلانه توګه وڅېړي او جنایت کوونکي باید مجازات شي.» 

بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال  وایي، چې په کندهار ولایت کې د ډله ییز قبر د پیدا کېدو په تړاو څېړنې دوام لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي:«د کندهار د سپین بولدک اوسېدونکو د چاه د کیندولو پر مهال دغه قبر کشف کړی دی، د دغه قبر مخینه اتو او نهه کلونو ته رسېږي کله چې پخوانی حکومت په واک کې و، په دې هکله زموږ څېړنې روانې دي.»

د رپوټونو له مخې، دغه ډله ییز قبر د یکشنې په ورځ د سپین بولدک ولسوالۍ د ناوې په سیمه کې د څاه د کیندلو پرمهال پيدا شوی دی.

اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، چې د دغه قبر مخینه اتو او نهه کلونو ته رسېږي او زیاتوي چې په تړاو څېړنې دوام لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه