Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د «ترهګرۍ» په هکله د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر اندېښنه

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وايي چې له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښ په تړاو اندېښمن دی.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین زیاتوي چې تاجیکستان به له افغانستان سره د خپلو سرحدونو امنیت نور هم ټینګ کړي.

ښاغلي مهرالدین زیاته کړه:«موږ له دغه هېواد سره ۱۴۰۰ کیلومتره اوږده ګډه پوله لرو او په اوسني اندېښمنونکي وضعیت کې د تاجیکستان لپاره اړینه ده چې له افغانستان سره خپلې پولې ټينګې کړي او د پولې په اوږدو کې لازم تاسیسات جوړ کړي. ورته مهال، موږ باور لرو چې په سیمه ییزو همکاریو کې د افغانستان ګډون د نړۍوالې ټولنې لخوا د ترسره شویو هڅو د بریالیتوب کلۍ ده.»

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره پر بشري مرستو له ټینګار سره له نړۍوالې ټولنې غواړي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان څرګندوي:«موږ افغانستان ته د بشري مرستو د دوام پر اهمیت ټینګار کوو. افغانستان باید د ترهګرو عملیاتي اډه او د هغوی  روزنتون نه شي.»

خو اسلامي امارت د دغو اندېښنو په رد سره ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته کوم ګواښ متوجه نه وي.

 بلال کریمي    د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاته کړه:«اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې لري. اسلامي امارت د یوه مسوول نظام په توګه په هېواد واکمني لري او په ځلونو څرګنده کړې ده چې د افغانستان خاوره به د هېچا په ضد ونه کارول شي.»

خو د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکوي که چېرې افغانستان یوازې پرېښودل شي، د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره به ناوړه پایلې ولري.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف څرګنده کړه:«د منځنۍ اسیا د پرمختګ امکان په افغانستان کې د سولې په ټینګښت پورې تړلی دی. موږ دغه هېواد ته د نړۍ د کمې پاملرنې په اړه اندېښمن یوو، چې له ژور بشري ناورین سره مخ دی. د افغانستان د انزوا کېدو مخنیوی ډېر اړین دی.»

د سياسي چارو کارپوه طارق فرهادي هم په دې هکله وايي:«په افغانستان کې ۳۹ مېلیونه تنه ژوند کوي دا چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز شوی وي، یوه مبالعه ده. دغه هېوادونه کله چې نړۍوالو غونډو ته ځي، د دې لپاره چې جلب توجه وکړي، دا ډول ګواښ کوي، خو حقیقت دا دی چې افغانستان اقتصادي مرستې ته اړتیا لري.»

د مګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په داسې حال کې ځينېو سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو د افغانستان د مسایلو په هکله خبرې وکړې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست په دې غونډه کې له خبرو کولو ډډه کړې ده.

اسلامي امارت د دغو اندېښنو په رد سره ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته کوم ګواښ متوجه نه وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه