Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې د پولیسو پر چلن د افغان کډوالو نیوکه

یو شمېر افغان کډوال چې په زور له ترکیې څخه را ایستل شوي د کډوالو پر وړاندې د ترکيې د پولیسو پر چلن نیوکه کوي.

دغه کډوال وايي، چې ترکي پولیس له افغان کډوالو سره سم چلن نه کوي.

له ترکیې راایستل شوی عبدالغفور وايي:«د ترکیې پولیس له کډوالو سره ډېر خراب چلن کوي او وهل ټکول کوي. اوس وګورئ ما خپل بوټ اوس جوړ کړ ډېر وهل ټکل کوي.»

ذاکر الله تازه له ترکیې څخه په جبري توګه رایستل شوی او اوس خپل ولایت ته ستنېږي.

نوموړی وایي چې د ترکیې پولیسو هغه د کار پرمهال نیولی او په جبري توګه یې کابل ته راستون کړی دی.

یو بل راایستل شوی افغان سخاو الدین هم وایي چې ترکي پولیس د پناه غوښتونکو له نیولو وروسته هغوي د کډوالو کمپ ته لېږدوي او وروسته یې په زور الوتکې ته پورته کوي.

هغه زیاته کړه:«زموږ پیسې یې را نه کړئ ډېر ځوروي ما په خپله بټوه کې ۵۰۰ لېرې لرلې وایې خیستې زما ساعت یې هم واخیست.»

له بلخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي چې ترکي چارواکو د دغه وزارت له مرستیال سره په کتنه کې ژمنه کړې چې افغان پناه غوښتونکي به په جبري توګه ونه باسي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند عبدالمطلب حقاني وویل:«د ترکیې هېواد چارواکو له موږ سره ژمنه کړې ده چې دا ډول کړنې به بیا تکرار نه شي چې افغانان په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شي.»

د آریانا هوايي شرکت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې یو زر او ۶۰۰ تنه له ترکیې څخه کابل ته رالېږدول شوي دي.

بل لور ته، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د کابل او انقرې ترمنځ یو ګډ کمېسیون جوړ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه