Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وروستیو طبیعي پېښې په پایله کې هېواد کې ۲۲۳ زره تنه زیانمن شوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا راپور ورکړی، چې په تېرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۲۲۳ زره تنه زیانمن شوي دي.

دغه بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې طبیعي پېښو کورونه وران کړل او څارویو او د خلکو شمتنو ته یې زیان رسولی دی.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي، چې تر ټولو زیاتې کرنیزې ځمکې په سوېلي او ختیځو ولایتونو کې ویجاړې شوې دي.

د ملګروملتونو سازمان د انسان دوستانه مرستو د همغږۍ دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په جون میاشت کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله څه د پاسه ۸۵ زره تنه زیانمن شوي او همداراز د هېواد په سوېل او ختیځو سیمو کې د جولای او اګست میاشتو په سېلابونو کې څه باندې ۷۸ زره او ۸۰۰ تنه زیانمن شوي دي.»

له بلخوا، ځينې کروندګر وایي چې وروستیو سېلابونو د دوی کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی او د دوی ټول کرنیز حاصلات یې له منځه وړي دي.
 
کروندګر غلام سخي وویل:«سېلابونو زموږ باغونه او کښتونه یې خراب کړي دي د کچالو د حاصل وخت و، خو سېلابونو هغه ټول ویجاړ کړي دي.»

کروندګر سلام جان وايي:«سېلابونه راغلل د خلکو کورونه یې یوړل زما کور او ځمکه یې هم یوړه.»

په پکتیا ولایت کې یو شمېر زیانمن په راتلونکي ژمي کې د سرپناه د نشتوالي په اړه اندېښمن دي او له مرستندویه بنسټونو غواړي چې له دوی سره مرسته وکړي.

د پکتیا اوسېدونکی فضل الحق څرګندوي:«ژمی راتلوونکی دی موږ له دولته دا غواړو چې کار و بار نشته او د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی.»

د پکتیا اوسېدونکی خان محمد هم وايي:«هغه همکارۍ چې شوې دي بس نه دي مرستې کمې دي او باید نورې همکارۍ هم وشي.»

له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر ویلي و چې په افغانستان کې ۲۴ مېلیونه وګړي له اقتصادي ناروین سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه