Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې افغانستان کې د ښځو د حقونو پر رعایت ټینګار

د ملګرو ملتونو د ۷۷ مې عمومي اسامبلې ځينې ګډونوال، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو د حق رعایت مهم ګڼي.

د ملګرو ملتونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د بیلابیلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر اسلامي امارت غږ کړی دی،چې بشري حقونونه په تېره بیا د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حق رعایت کړي.

په دې غونډه کې د پاکستان، تاجیکستان، سعودي عربستان، قطر، روسیې، چین، کاناډا او اندونیزیا په ګډون د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو د افغانستان د وضعیت په تړاو ویناوې وکړې.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره ملاني جولي وايي:«د ټولو افغانانو حقونه په ځانګړې توګه د افغان ښځو د کار او زده کړو حق باید رعایت کړای شي.»

بل خوا به د سه شنبه په ماښام د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه وکړي. په دې غونډه کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست او په کابل کې د یوناما دفتر سرپرست ویناوې وکړي.

تمه کېږي، چې د یوناما دفتر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت بشپړ راپور وړاندې کړي. په دغه راپور کې د افغانستان امنیت، پر ښځو او نجونو او دغه راز رسنیو د محدودیتونو لګول کېدو، سیمه ییزو همکاریو، بشري مرستو، اقتصادي ستونزو، له مخدره توکو سره مبارزې او د بشري حقونو نقض او ورته نورو مسایلو ته کتنه شوې ده.
 
د ښځو د حقونو فعاله محسنه وايي:«په یوه وروستي کال کې ښځې له ډېرو محدودیتونو سره مخ شوې دي ښوونځي ته له تګه محرومې شوې دي ازادې یې اخیستل شوې اجباري حجاب پرې وضع شوی او له بېلابېلو کړکېچونو سره لاس او ګرېوان دي.»

د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي هم څرګندوي:«ښځې به بېلابېلو پلمو له کاره ګوښه کړل شوې، ازادې ترې واخیستل شوه، د جامو اغوستو حق، د تګ راتګ حق ترې اخسیتل شوی دی.»

بل خوا د رییس الوزرا اداري مرستیال وایي، چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«له ټولو هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکي یوو نه چا ته اجازه ورکوو چې زموږ له خاورې استفاده وکړي او له نورو هم غواړو چې زموږ په هېواد کې لاسوهنه ونه کړي.»

تر اوسه ملګرو ملتونو د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت او امنیتي اندېښنو څو ځانګړې غونډې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه