Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

راتلوونکي ژمي کې د اقتصادي کړکېچ په هکله د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه

د خوړو نړۍوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې په راتلوونکي ژمي کې د اقتصادي کړکېچ په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام چارواکي وایي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې ۱۵ مېلیونه وګړو ته د مرستې لپاره څه د پاسه یو مېلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو د نړۍوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني څرګنده کړه:«د ژمي لپاره زموږ پلان دا دی چې موږ وکړای شو چې په ژمي کې څه باندې ۱۵ مېلیونه تنو سره د خوړو مرستې ورسوو.»

له بلې خوا، د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي په خپل درې میاشتني راپور کې چې ددغه سازمان غونډې ته یې وړاندې کړی په افغانستان کې یې د اقتصادي ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګروملتونو سازمان د راپور په یوې برخه کې راغلي دي:«د مرستو درېدل، ناڅرګند سیاسي وضعیت، خدماتو ته نه لاسرسی او په اقتصادي برخو کې د ښځو د ګډون مخنیوی، په اقتصادي برخه کې د پرمختګ د پڅوالي لاملونه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه د هرې ورځې په تېرېدو سره لوړېږي.

غوټۍ د بې وزلۍ او لوږې له امله خپل دوولس کلن ماشوم واټونو ته د سختو کارونو لپاره لېږي. نوموړې وایي چې خاوند یې د ناروغۍ پر بستر پروت دی او هغه د خپلو ماشومانو د خوړو برابرولو وس نه لري.

بې وزله مېرمن غوټۍ طلوع نیوز ته وايي:«زموږ ژوند ډېر خراب دی باید له هر ځایه له موږ سره مرسته وشي یا بل څه وشي زموږ حالت ډېر خراب دی پیسې او ‌ډوډۍ نه لرو.»

خو د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکي د مرستو د وېش په بهیر کې د روڼتیا پر نشتوالي نیوکه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی په دې هکله وايي:«د دوحې په تړون کې ژمنه شوې وه چې امریکا نه یوازې په خپله بلکې ټوله نړۍ د افغانستان د اقتصادي مرستو او بیارغونې لپاره مرسته وکړي؛ خو وې نه یې کړه د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړې او څه باندې ۹ مېلیارد ډالر یې کنګل کړې.»

د ملګروملتونو سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي چې په اوسني وخت کې په افغانستان کې ۲۴،۴ مېلیون تنه انسان دوستانه مرستو ته اړتیا لري چې له دې جملې کابو دوولس مېلیونه یې ښځې او نجونې دي.

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي په خپل درې میاشتني راپور کې چې ددغه سازمان غونډې ته یې وړاندې کړی په افغانستان کې یې د اقتصادي ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه