Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت له روسیې سره د تېلو او خوراکي توکو د پېرلو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د پېرلو موقت قرارداد لاسلیک کړی دی.

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه د تېلو او ګازو را واردول به د تېلو د بیې په راټیټولو کې اغېزمن پرېوځي.

د دغه تړون له مخې، تمه کېږي چې دوه مېلیون ټنه تېل، ۵۰۰ زره ټنه ګاز او دوه مېلیون ټنه غنم له روسيې څخه هېواد ته وارد شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي:«موږ هڅه کوو چې واردات ژر ترژره د رېل پټلۍ او ټېلریو په واسطه وشي او له دې مخکې چې ژمی راورسېږي، دا توکي افغانستان ته ورسېږي چې د بیو له ختو مخنیوی وشي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین په دې باور دي چې د دغه قرارداد په لاسلیک سره به په هېواد کې د تېلو او غنمو بیې ټيټې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی په دې هکله څرګندوي:«د دغه تړون اغېزې زموږ په مارکېټ ډېرې ښې دي، مثبتې به وي د دې لپاره چې د روسیې نرخ له نړۍوال نرخ څخه ټیټ دی.»

خو په پلازمیني کې یو شمېر موټر چلوونکي وايي چې د کابل په بازارونو کې د تېلو بیه لوړه ده او مناسب عاید نشي ترلاسه کولای.

موټرچلوونکي محمد زبیر احمدي وویل:«تېر کال موږ تېل۶۰ افغانۍ اچول خو اوس ۸۲ افغانۍ شوي دي. یو لېټر تېل ۸۲ افغانۍ، موږ چې یوې خوا ته ځو دا یو لېټر خو خوري. موږ ته څه نه پاتې کېږي.»

بل موټرچلوونکی فقیرمحمد هم وايي:«د ورځې ۳۰۰ او ۴۰۰ پیدا کوو، باور وکړئ چې خپل درمل نه شم پېرلی. کور ته چې ځم هم پوښتنه کوي چې څه دې وکړل، څه دې ونه کړل، خو حتما یوه پلتمه ورته کوم چې څه نشته.»

افغانستان په تېر د څه د پاسه یوه کال کې، د یو شمېر سوداګریزو توکو د پېرلو په هکله له ایران او روسیې سره خبرې کړې دي. تمه کېږي چې دا دوه هېوادونه تېل او د افغانستان د اړتیاوړ ځینې نور توکي برابر کړي.

افغانستان په تېر د څه د پاسه یوه کال کې، د یو شمېر سوداګریزو توکو د پېرلو په هکله له ایران او روسیې سره خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه