Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د وګړو حقونو پر ملاتړ او بې وزلۍ د مخنیوي لپاره د پوټزل ټینګار

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونده کې وايي که چېرې د ټولو افغانانو له حقونو ملاتړ ونه شي، افغانستان به له انزوا او بې وزلۍ سره مخ شي.

په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست مارکس پوټزل وايي:«که چېرې طالبان د ټولنې د ټولو پرګنو اړتیاوو ته ځواب ورنه کړي او په دې محدود فرصت کې له نړۍوالې ټولنې سره رغنده تعامل ونه کړي، روښانه نه ده چې په راتلونکي کې به څه وشي. لازیات پاشل کېدل، انزوا، بې وزلي او کورنۍ جګړه هغه احمتالي سناریوګانې دي چې د ډله ییزې کډوالۍ او ترهګرو ته د شرایطو برابرولو او همداراز افغانانو لپاره د غمیزې لامل کېږي.»

په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست له نړۍوالې ټولنې غواړي د اوسنیو ننګونو د حل لپاره ګام پورته کړي.

په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق څرګندوي:«د طالبانو، سیمې د هېوادونو او نړۍوالو شریکانو په ګډون د افغانستان د خلکو د ټولو واقعي لوریو د همکارۍ لپاره دې ته اړتیا ده چې د اوسني سیاسي بندون د پای ته رسولو لپاره د یوه ملي بحث او یا د یوه چوکاټ له لارې پر اساسي مسایلو د هوکړې او یا د قانون د واکمنۍ، عدالت او خلکو د ارادې پربنسټ د ټولګډونه او مسوول جوړښت د رامنځته کولو لپاره له ملي خبرو اترو ملاتړ وشي.»

د ناروې دایمي استازې هم د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې وایي چې د طالبانو انزوا د افغانستان د خلکو او نړۍ په ګټه نه ده.

په ملګروملتونو سازمان کې د ناروې دایمي استازې مونایوډل وویل:«له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي د ملګروملتونو سازمان ټول سیسټمونه د پاتې کېدو او له افغانانو سره د مرستې رسولو د ژمنې لپاره روښانه وو، د ملګروملتونو سازمان او نړۍواله ټولنه باید له افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي او د دې کار د ترسره کولو لپاره باید له اوسنیو چارواکو سره تعامل وکړو.»

کابل تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو له دې مخکې اسلامي امارت ویلي چې په افغانستان کې به د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه