Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په هکله د ستانکزي څرګندونو ګڼ غبرګونونه راپارولي

د نجونو د ښوونځیو د پرایستو په هکله د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې له پراخ غبرګونونو سره مخ شوې دي.

د ټولنیزو رسنیو ځينو کارونکو د ښاغلي ستانکزي څرګندونې ستایلي او وايي یې دي چې د نجونو د پاتې ښوونځيو نه پرانیستل منفي اغېزې لري.
 
د ټولنیزو رسنیو کارونکی ضیاء الرحمن اصغر وايي:«د شېر محمد عباس ستانکزي خبره د ټول ملت غوښتنه ده او ورته باید پام وشي.»
  
د ټولنیزو رسنیو بل کارونکی احمد تمیم قادري هم څرګندوي:«د اسلامي امارت ټول مشران باید له ستانکزي صېب سره همغږي شي او د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانېزي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د سې شنبې په ورځ په هېواد کې د نجونو د متوسطو او لېسو پر نه پرانیستلو نیوکه وکړه او همداراز یې په ډاګه کړه چې، زده کړې پر نارینه او ښځو فرض دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي تېره ورځ په غوڼده کې ویلي و:«تعلیم په ښځه او نر فرض دی. علمای کرام دلته موجود دي هېڅوک یې د دې له فرضیته انکار نه شي کولای، دا مطلق فرض دی په نر او ښځو باندې فرض دی، هېڅوک هېڅ دلیل نه لري له دې پرته چې یا به یې د طبعیت خبره وي چې زه دا نه منل یا دا ده یا هغه ده، شرعي دلیل هېڅوک نه لري، دلته په لسګونه او سلګونو فتواوې دي، زموږ ملکت له جهدو علماوو ډک دی د نړۍ په سطحه جهد علما دي او ټول په دې باندې موافق دي باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه مساعده شي، افغانستان کې باید ژر تر ژره د ټولو په مخ د ښوونځیو او مدرسو دروازې پرانیستل شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الله جامع وايي:«ومو لیدل چې د ستانکزي له څرګندونو د خلکو له خوا هرکلی وشو، هیله لرو هغه مسله چې د ملت په ګټه هغه ته لومړیتوب ورکړي، دا مسله ملي ګټې هم په ځان کې رانغاړي او د ټول ملت په ګټه دی.»

دیني عالم عبدالصمد قاضي زاده هم څرګنده کړه:«د دې په هکله چې د علم زده کړه فرض ده او که مباح رسول الله (ص) فرمايي چې په مسلمان نرینه او ښځینه د علم زده کړه، له استثنا او د کومې برخې له مشخص کېدو پرته فرض، لازم او اړین دی، کله چې په خپله رسول الله (ص) فرمايي چې د علم زده کړه فرض ده، زه فکر نه کوم چې نور د نظر او لیدلوري د اختلاف لپاره دې ځای وي چې څوک دې راشي او ځان ته جرات ورکړي ووايي چې د علم زده کړه مباح ده.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې هم د نجونو د ښوونځیو په تړاو څرګندونې وکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال مارکس پوټزل وايي:«له اوسنیو چارواکو سره په خبرو کې طالب چارواکو ویلي چې، دغه پرېکړه د امیر هبت الله له لوري شوې او په شاوخوا کې یې د سخت دریځو کسانو له لوري یې ملاتړ کېږي. خو زموږ پوښتنه د دغه غورځنګ له ډېریو غړو دا وه چې، کولای شي دغه مسیر بدل کړي او یا هم ورته لېوالتیا نه لري.»

د دوحې د مذاکره کوونکې ډلې غړې فوزیه کوفي وايي:«طالبانو د ښځو د له منځه وړلو، نیولو، له بنسټیزو بشري حقونو له هغې ډلې زده کړو ته د لاسرسي حق، کار او ازادۍ له حقه د بې برخې کولو لپاره، ۳۱ بندیزونه، حکمونه او فرمانونه صادر کړي دي. په پایله کې د افغانستان د ښځيه نسل په کور کې زنداني دی.»

یو شمېر هغه نجونې چې، ښوونځیو ته له تګه محرومې دي، له رواني فشارونو د لرې پاتې کېدو لپاره یې کوچنیو کارونو ته مخه کړې او یا یې هم هېواد پرېښی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه