Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنټاګون: ۲۰۲۱ کال کې د امریکایانو عملیاتو کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي

د امریکا دفاع وزارت راپور ورکړی دی چې په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې په نړۍ کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي دي چې ټول یې افغان وګړي دي.

د دغه راپور له مخې، د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې لس ملکي کسان په کابل کې، یو په کندهار او یو هم په هرات کې د امریکايي ځواکونو د هوايي عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت کلنۍ راپور په یوې برخه کې راغلي دي:«د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې په ټوله نړۍ کې ۱۲ ملکي کسان وژل شوي او کابو پنځه نور ټپیان شوي دي. دا ټول وژل شوي په افغانستان کې دي او له ټپیانو څخه دوه تنه د افغانستان د کندهار اوسېدونکي دي.»

د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د ملکي تلفاتو عاملینو ته به سزا ورکړل شي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي:«امریکا په خپل شل کلن حضور کې د زرګونو افغانانو د وژلو عامل دی، طالبان، داعش، مُلکیان او حتا د مخکیني حکومت سرتېري یې هم وژلي دي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي هم څرګندوي:«د افغانستان د خلکو درد هغه وخت ټکور کېږي چې د جنګي جنایتونو عاملان که هغه امریکا وي او یا هم نور هېوادونه باید په عادلانه توګه محکمې ته وکاږل شي.»

له بلخوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال د بګرام زندان د مستند فلم نندارې ته اېښودلو په ناسته کې وايي چې امریکايي ځواکونو په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي وايي:«امریکایانو ټول ځایونه بمبارد کړل، پر ماشومانو، کاروانونو، ودونو او مُکلیان یې بمبارد کړل.»

د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په اګست میاشت کې د امریکا  بې پيلوټه الوتکې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې پر یوه کور هوايي برید وکړ چې په پایله کې یې د اوو ماشومانو په ګډون لس ملکي کسان چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو، ووژل شول او له هغې وروسته پنټاګون دا برید غجمنه تېروتنه وبلله.
 
د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په اګست میاشت کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې پر یوه کور هوايي برید وکړ چې په پایله کې یې د اوو ماشومانو په ګډون لس ملکي کسان چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو ووژل شول او له هغې وروسته پنټاګون دا برید غجمنه تېروتنه وبلله.

تصویر بندانگشتی

د امریکا دفاع وزارت راپور ورکړی دی چې په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې په نړۍ کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي دي چې ټول یې افغان وګړي دي.

د دغه راپور له مخې، د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې لس ملکي کسان په کابل کې، یو په کندهار او یو هم په هرات کې د امریکايي ځواکونو د هوايي عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت کلنۍ راپور په یوې برخه کې راغلي دي:«د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې په ټوله نړۍ کې ۱۲ ملکي کسان وژل شوي او کابو پنځه نور ټپیان شوي دي. دا ټول وژل شوي په افغانستان کې دي او له ټپیانو څخه دوه تنه د افغانستان د کندهار اوسېدونکي دي.»

د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د ملکي تلفاتو عاملینو ته به سزا ورکړل شي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي:«امریکا په خپل شل کلن حضور کې د زرګونو افغانانو د وژلو عامل دی، طالبان، داعش، مُلکیان او حتا د مخکیني حکومت سرتېري یې هم وژلي دي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي هم څرګندوي:«د افغانستان د خلکو درد هغه وخت ټکور کېږي چې د جنګي جنایتونو عاملان که هغه امریکا وي او یا هم نور هېوادونه باید په عادلانه توګه محکمې ته وکاږل شي.»

له بلخوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال د بګرام زندان د مستند فلم نندارې ته اېښودلو په ناسته کې وايي چې امریکايي ځواکونو په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي وايي:«امریکایانو ټول ځایونه بمبارد کړل، پر ماشومانو، کاروانونو، ودونو او مُکلیان یې بمبارد کړل.»

د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په اګست میاشت کې د امریکا  بې پيلوټه الوتکې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې پر یوه کور هوايي برید وکړ چې په پایله کې یې د اوو ماشومانو په ګډون لس ملکي کسان چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو، ووژل شول او له هغې وروسته پنټاګون دا برید غجمنه تېروتنه وبلله.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه