Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان له نړۍ غوښتنه وکړه چې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا غوښتي چې له اسلامي امارت سره نېغ په نېغه همکاري وکړي.

بلاول بوټو زرداري له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې همداراز د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

نوموړي ویلي: «که په افغانستان کې د بهرنیو سخت دریځو جنګیالیو پر وړاندې د مبارزې او همداراز اقتصادي او بشري ناورین په تړاو مسایل په منځ کې وي؛ نو نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره کار وکړي نه د هغو پر ضد سره له دې چې، امریکايي چارواکو ویلي، طالبانو دا ثابته کړې چې، د دغه ډول همکاریو ارزښت نه‌لري.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د افغانستان سرپرست حکومت لا هم د سخت دریځو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره لازمې وړتیاوې نه لري.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهاي وايي: «یو له دې ستونزو دا ده چې نړیوال په یوه وخت کې له افغانستانه څور سمونونه غواړي، د ترهګرۍ مساله ده، د اقتصادي سمون خبره ده او د حکومت د سمون مساله ده او په حقیقت کې که نړۍ له افغانستانه دا شیان غواړي، باید له افغانستان سره د نړۍ اړیکه پاتې شي.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: «د دې تر څنګ د پاکستان هدف له دې څرګندونو څخه دا دی چې له یو خوا د نړۍ او سیمې له لوري چې د ترهګري بدنامۍ پر پاکستان ده، هغه راکابو کړي او تر څنګ یې امریکا او نړۍ سیاسي ملاتړ شي او پاکستان عملاً په انزوا کې دی.»

خو اسلامي امارت یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړی دی او همداراز دریځ او پالیسي یې دا ده چې ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به دوی ته ګواښ نه متوجه کېږي.»

تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي مجمعې کې ویلي وو چې، اسلام آباد په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو د فعالیت له امله اندېښمن دی؛ خو د هغه دغه خبرې د اسلامي امارت له جدي غبرګون سره مخ شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه