Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د راډیوګانو له لوري د نجونو زده‌کوونکو لپاره د ښوونیزو برنامو پیلول

یو شمېر راډیوګانو هغو ښځینه زده‌کونکو ته چې له زده کړو بې‌برخې دي؛ د کابل په ګډون د هېواد په اتوو ولایتونو کې په حضوري او غیري حضوري ډول د زده‌کړو برنامې پیل کړي.

د دې راډيوګانو مسوولان چې دغه پروګرامونه يې پيل کړي، وايي، له دې پروګرامه يې موخه د نجونو د پوهې د کچې لوړول دي.

بېګم راډیو هره ورځ ۶ ساعته په پښتو او درې ژبو هغو نجونو ته چې له زده کړو محرومې دي، له اووم تر دولسم ټولګي پورې درسي مضمونونه په حضوري او یا هم مجازي ډول درس ورکوي.

دمګړۍ په دغه ځای کې څه باندې ۱۰ نجونې په حضوري ډول زده کړې کوي.

د بېګم راډېو مسووله صبا چمن وايي: «زموږ موخه دا ده چې د ښوونځیو د بندېدو بدیل پیدا کړو او نجونې وکولای شي، له دې فرصته ګټه پورته کړي او وکولای شي له کوره درسونه زده‌کړي.»

ارمان راډیو هم د کورني ښوونځي په نامه یو ساعته روزنیز پروګرام پیل کړی دی.

یو شمېر هغه ښوونکي چې په دې ځای کې په تدریس بوخت دي وايي، په هر ډول شرایطو کې به زده‌کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

ښوونکی عقیل وايي: «موږ هڅه کړې، داسې یوه برنامه یا داسې فضاء رامنځ‌ته کړو چې زده‌کوونکې له زده‌کړو واټن پیدا نه‌کړي.»

یوه بله ښوونکې علي رضا وايي: «ځوانان چې دي د دې هېواد راتلونکې او د هېواد د ملا تېر همدوی دي او همدا ځوانان دي چې زموږ راتلونکی جوړوي.»

یو شمېر دغه زده کوونکې وايي، چې له هرې ممکنې لارې به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

زده‌کوونکې سنبل وايي: «موږ خپلې هېلې بېرته لوړې کړي او همداراز ډېر کارونه مو بېرته له سره پیل کړل، څو تر سره یې کړو او خپلې موخې ته ورسېږو.»

یوه بله زده‌کوونکې فرشته وايي: «که موږ درس وایوو، د همدې هېواد د راتلونکې لپاره یې وایوو او له دې سره زموږ هېواد پرمختګ کوي.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د آمریکا ځانګړی استازی وايي، د افغانستان ډیری خلک د نجونو د پاتې ښوونځيو د خلاصون غوښتونکي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي: «تاسو د طلوع نیوز نظر پوښتنې ته ځير شئ. د دې هېواد څه باندې ۹۰ سلنه خلک د دې غوښتونکي ده چې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي. دا پرېکړه د دې هېواد د یوې وړې برخې له لوري شوې ده. ان د طالبانو په منځ کې هم ډېری یې د دې پلوي دي چې لوڼې یې زده‌کړې وکړي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ویلي وو چې، په ۱۲ میاشتو کې له زده کړو د نجونو په محرومېدو سره د افغانستان اقتصاد ته ۵۰۰ میلیونه ډالره تاوان اوښتی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه