Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل ښار کې د «کاج» په نوم ښوونیز مرکز کې برید ته غبرګونونه څرګند شوي

نن (جمعه) سهار د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې د «کاج» په نوم ښوونیز مرکز کې یو ځانمرګي برید وشو چې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه یې راوپارول.

امریکا، ایران، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالل دا پېښه غندلې ده.

د کابل امنیې قومندانۍ د دې پېښې له رامنځ‌ته کېدو لږه شېبه وروسته اعلان وکړ چې په‌دې پېښه کې نږدې شل کسان وژل شوي او اووه ویشت نور ټپیان دي او دا شمېرې د کورنیو چارو وزارت له لوري هم تایید شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر دا برید "یو ستر وحشت" بللی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت دا برید سخت غندي.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې د عاملینو په پيدا کولو او مجازات کولو کې به، په جدیت سره اقدامات ترسره شي.

د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله دې برید ته په غبرګون کې لیکلي چې دا عمل د سولې او هېواد د پرمختګ د دښمنانو کار دی.

ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د دې پېښې په غندلو سره په وې اعلامیه کې لیکلي: «د ملګرو ملتونو کورنۍ دغه وحشت غندي او ټولو غم ځپلو کسانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.»

د دې تر څنګ د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر په یوه ټویټ کې دې پېښې ته غبرګون څرګند کړی دی.

نوموړې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له زده‌کوونکو ډکه خونه په نښه کول شرمناک کار دی او زیاته کړې یې ده چې زده‌کوونکي باید وکولای شي چې په سوله کې له وېرې پرته خپلې زده‌کړې تر سره کړي.

په کابل کې د ایران سفارت هم د دې پېښې د غندلو په تړاو لیکلي: «په کابل کې ترهګریز برید چې د خلکو په تېره د نجونو او هلکانو د مرګ‌ژوبلې سبب شوي، غندي.»

دا په داسې حال کې ده چې عیني شاهدانو طلوع‌نیوز ته ویلي، په کاج ښوونیز مرکز کې نننۍ چاودنه یو ځانمرګی برید و.

تر دې دمه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه‌دی منلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه