Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د یو شمېر زده‌کوونکو ۷۰ هنري اثار نندارې ته وړاندې شول

په کابل ښار کې د یو شمېر زده‌کوونکو د نقاشۍ شاوخوا ۷۰ اثار نندارې ته وړاندې شول. د دې نندارتون جوړونکي وايي، د یاد نندارتون له جوړېدو یې موخه هنر ته د ښځو هڅول دي.

په‌دې زده کوونکو کې یو شمېر یې هغه زده کوونکې دي چې له زده کړو محرومې دي او اوس یې په‌دې کار سره  ځانونه بوخت کړي دي.

انځورګره زینب وايي: «کله چې زموږ ښوونځي بند شول، موږ هڅه وکړه چې د خپل هنر او انځور ګرۍ خپل مهارت خلکو ته له بلې لارې څرګند کړو.»

یو بل انځورګر رامین وايي: «هنر یوه څانګه ده چې ملاتړ ته اړتیا لري، موږ له اوسني حکومته هیله لرو چې د هنر په برخه کې له موږ سره هکماري او ملاتړ وکړي.»

له دې سره سم د اکسپرټ هنري مرکز وايي، د دې نندارتون د جوړولو موخه د ښځو لپاره د انګیزې رامنځ‌ته کول په ګوته شوي دي.

د اکسپرټ هنري مرکز مسوول محمد سمیع سیرت وايي: «ومو غوښتل د دوی وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړو او د دوی تولید شوي اثار خلک وویني.»

له څه باندې یوه کال راهیسې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې د زده کوونکو پر مخ تړلي دي چې په دې سره یو شمېر نجونو زده کوونکو هنري چارو او یا هم لاسي صنایعو ته مخه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه