نن (شنبه) د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند مولانا جلالالدین محمد بلخي لېسې ته څېرمه چاودنه شوې ده.
د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دې پېښه اړه وايي، چاودېدونکي توکي د سرک تر غاړې ځای پر ځای شوي وو، چا ته پهکې زیان نهدی رسېدلی.
ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ښوونځي شاته یو راکټ هم لګېدلی دی.
د نور محمد په نوم د سیمې یو اوسېدونکی طلوعنیوز ته وايي: «دلته مې کار کاوه چې د یوه راکټ غږ مې واورېده، بهر راووتلم، ومې لېدل چې کوچنیان منډې وهي، څوک ټپیان شوي نهدي.»
دا په داسې حال کې ده چې پرون (جمعه) د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د کاج په نوم په یوه ښوونیز مرکز کې چاودنه شوې وه.
پهدې چاودنه کې ګڼ شمېر زدهکوونکو ته تلفات اوښتي او چاودنه داسې مهال رامنځته شوې وه چې زدهکوونکي د ازمایښتي ازموینې په ورکولو بوخت وو.
په دې اړه مو اندونه