په کابل کې یو شمېر ښځو د کاج د ښوونیز مرکز پر زده کوونکو د ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریون وکړ.
دغو ښځو د «هزاره ګانو قتل عام ودروئ» تر شعار لاندې له ملګرو ملتونو غواړي چې په دې هکله چوپ پاتې نه شي.
امنیت، ډوډۍ، کار او ازادۍ هم د دغو مېرمنو د شعارانو برخې وئ.
معترضه راضیه وايي:«له ملګرو ملتونونو غواړو چې په دې هکله چوپ پاتې نه شي او زموږ غږ واوري.»
بله معترضه ویدا څرګندوي:«له امارته غواړو چې د ښځو امنیت ونیسي په ځانګړې توګه د هزاره نجونو، نور نو بس ده.»
اخوا هغه تصویرونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي دي، ښيي، چې د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر محصلینو هم اعتراض کړی دی.
د پوهنتون استاد فردین عیار په دې هکله طلوع نیوز ته وویل:«په ښوونیزو مرکزونو کې چاودنې د دې لامل کېږي چې درس او ټولګي ته د زده کوونکو او زده کړیالانو انګیزه کمه شي.»
بل خوا د کابل امنیه قومندانۍ ویاند وایي، چې لاریونوال باید د لاریونونو له کولو مخکې له امنیتي ځواکونو سره همغږي وکړي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ څرګنده کړه:«هغه کسان چې لاریون کوي باید د لاریون د ترسراوي وخت او ځای په هکله امنیتي ځواکونو ته اطلاع رسونه وکړي چې زموږ د ځواکونو له خوا په هماغه ساحه کې امنیتي تابیاوې ونیول شي.»
د جمعې ورځې پر سهار د کابل په دیارلسمه ناحیه کې د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو. اسلامي امارت په دغه برید کې د پنځه ویشت تنو وژل کېدل او د ۳۱ تنو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.
په دې اړه مو اندونه