Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کاج په ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو شمېر ۲۵ تنو ته ورسېد

د جمعې په ورځ د کاج په ښوونیز مرکز د برید د قرباینانو شمېر ۲۵ تنو ته او د ټپيان شمېر هم څه باندې ۳۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، د دغه برید د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په هکله وویل:«د تېرې ورځې برید چې د کاج په ښوونیز مرکز کې وشو، له بده مرغه په دغه برید کې ۲۵ تنه هېوادوال وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي. د دغو مرکزونو له مسوولانو زموږ غوښتنه دا ده چې په ځانګړو پروګرامونو کې امنیتي بنسټونه په جریان کې کړي.»

بل خوا یوناما د دغه برید د وژل شویو شمېر ۳۵ تنه او د ټپیانو شمېر تر ۸۰ تنو زیات بللی دی.

د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي د کاج پر ښوونیز مرکز برید بشري ضد جنایت بولي او ډاډ ورکوي، چې د دې پېښې عاملان به وپېژندل شي.

د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«هغه بې دفاع زده کوونکي چې د علم په زده کړه بوخت دي په تعلیمي مرکزونو کې معصومانه د یوې سترې هیلې رسېدو ته چې د علم زده کړه ده بوخت دي، هغوی په نښه کوي زما په اند له دې بل ستر جنایت نشته.»

د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید په کور دننه او بهر له تندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اسلامي همکاریو سازمان، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د بشري حقونو څار سازمان، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د پاکستان لومړي وزیر دغه برید غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې ښوونه یې سولې او امنیت ته د رسېدو یوازینۍ لار بللې ده.

د دغې شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د امنیت شورا غړي د کابل په دشت برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز وحشتناک ترهګریز برید چې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د سپټمبر پر ۳۰ مه وشو، په سختو ټکو غندي.»

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکی په هر اړخیزه توګه د دغه برید د څېړنې غوښتونکي دي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي:«خلک په ډېر وحشت سره وتلي وو، خوارکیان وېرېدلي وو چا ژړل او د چا په مخ چرې لګېدلې وې د روغتون په لور تلل.»

پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه