Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د استوګنیزو پروژو له بشپړېدو وروسته د کور د ستونزو د رفع کېدو په پار هیلې

د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي، د ځمکو او ښار جوړونې وزارت د کړونو له ستایلو سره وايي چې په کابل کې د ځينو استوګنیزو مجتمعو کارونه ښه پرمختګ لرلی دی.

ښاغلی حنفي په هغې غونډه کې چې د ځمکو او ښار جوړونې وزارت له خوا جوړه شوې وه، زیاتوي چې دغه وزارت د ښوونکو او بې ځایه شویو د ستونزو د حل لپاره پر یوه پروګرام کار کوي چې د استوګنییزو ښارګوټو د کار له پای سره، به د کور په برخه کې به د هېوادوالو ستونزې حل شي.

د ځکمو او ښار جوړونې وزارت په کابل کې د ۳۴ ولایتونو د چارواکو د مدیریتي او رهبري وړتیاو د لوړولو په موخه یو شپږ ورځنی پروګرام پیل کړی دی.

د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«که چېرې الله متعال غوښتي وي دغه پروژې بشپړې شي تر ډېره بریده د کورونو د کموالي په هکله به زموږ او ستاسو د هېوادوالو ستونزې حل شي»

بل خوا د ښارجوړونې او ځمکو وزارت سرپرست د پېروژې ښارګوټې د پروژې پر پڅ کار نیوکه کوي.

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت سرپرست حمد الله نعماني وايي:«د پېروزي پروژه په ۱۳۸۳ کال کې ډيزان شوې ده، تراوسه یې کار نه دی شوی له بیجینګ ننګرهار له شرکت سره له لږو هڅو سره له هغوی سره مو خبرې اترې پيل کړې او په تصویري کلپ کې مو ولیدل چې د هغه کار پيل شوی دی که چېرې زموږ په نیت کې خلل راشي بیا یې کار درېږي او دا پروژه ناکامېږي.»

ا خوا د یو شمېر ولایتونو مسوولان له ښارجوړونې وزارت نه د بودیجې او د دغو ولایتونو د اداري فعالیتونو د ترسراوي په برخه کې د نور صلاحیت د ورکولو غوښتنه کوي.

د هرات د ښارجوړنې او ځمکو رییس عبدالله اکبري څرګندوي:«په مرکز او ولایاونو کې د کار ښه والي او چټکتیا په برخه کې د اسلامي امارت د اړوندو چارواکو عالمانه اقدامات او همکاري غواړو.»

د قطر د استوګنې د کمپلکس، نیله باغ، د پېروزي د ښارګوټي او د نوی کابل پروژې د کور جوړونې هغه لویې پروژې ګڼل کیږي،چې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت یې په وروستي یوه کال کې عملي کار پېل کړی دی.
 
د قطر استوګنیزه مجتمع، نیله باغ، د پېروزي ښارګوټي او نوي کابل پروژه، هغه سترې پروژې دي چې د ځمکو او ښار جوړونې وزارت د دغو پروژو عملي کار پيل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه