Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رېچارډ بېنېټ: د ا.ا مشران د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه واحد دریځ نه‌لري

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور جوړونکی وايي، د اسلامي امارت مشران په‌دې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه واحد دریځ نه‌لري.

ریچارډ بینیټ چې د شنبې په ورځ په ډنمارک کې د افغان حقوق پوهانو د ټولنې په غونډه کې خبرې کولې وویل، نړۍ باید په‌دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ وايي: «د طالبانو په مشرتابه کې هم پنځه داسې کسان شته چې نه غواړي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېستل شي، خو په طالبانو کې ډېری داسې کسان او نور افغانان شته چې غواړي دغه ښوونځي پرانېستل شي.»

ښاغلي بنټ د خپلو خبرو په یوې برخه کې د ښځو او په ځانګړې توګه د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چلن نیوکې وکړې.

د دې غونډې ځينې نورې ګډونوالې بیا د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت پر نړۍوالې ټولنې وراچوي.

په اروپا کې د افغان ښځو انسټېټیوټ ډاکتره شفیقه رزمنده وايي: «حضور یې، غیر مسوولانه وتل یې، بې‌برنامې توب او ورته مهال په اوسني وخت کې یوازې د ناظر په توګه د ملګرو ملتونو شتون، ټول هغه څه دي چې په افغانستان بحران دوام پیدا کړی.»

له بل لوري د دې غونډې ځینې ګډونوال په افغانستان کې د بشري بحران پر وړاندې د مبارزې یوازنۍ لاره ژر تر ژره د اساسي قانون پلې کېدل ګڼي.

په اروپا کې د افغان حقوق پوهانو د ټولنې رییس عبدالواحد سادات وايي: «د بشري حقونو او په هېواد کې د اساسي او نورو قوانیو د پلي کولو په ګډون د ټولو بحرانونو په اړه خبرې وشوې.»

یو شمېر زده کوونکې هم د نجونو د متوسطو او لېسو د پرانېستې غوښتنه لري.

د اتم ټولګي زده‌کوونکې اسما  دانش وايي: «وخت مو ضایع کېږي، دا دی نن په سبا دویم کال راروان دی، هره ورځ وايي، ښوونځی پیلېږي، هره کله چې له خوبه راویښېږم، فکر کوم چې ښوونځي ته ځم، خو نه کېږي.»

د اتم ټولګي زده‌کوونکې فاطمه نور وايي: «له اسلامي امارته هیله لرم چې زموږ ښوونځي، پرانیزي او موږ خپلو درسونو ته دوام ورکړو. موږ ډېرې هیلې درلودې چې په راتونکې کې د ځان او کورنۍ لپاره یو څه شم.»

د اسلامي امارت ویندویانو د ریچارډ بېنېټ د دغو څرګندونو په تړاو تر اوسه څه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې مخکې یې په وار وار د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر خوندینې ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه