Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کاج ښوونیز مرکز کې ځانمرګي برید ته پرله‌پسې غبرګونونه

د کابل ښار په کاج ښوونیز مرکز له ځانمرګي برید وروسته، دې پېښې ته په کور دننه او بهر پرله‌پسې غبرګونونه څرګند شوي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د روسیې سفارت، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست استازي او یو شمېر نورو بنسټونو دا ځانمرګی برید غندلی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې لیکي: «د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه تاوتریخجن اقدام په سختو ټکو غندي. له اسلامي امارته غواړو چې د دغه بدبینانه او غیر انساني برید د پلانوونکو او عاملانو د پيژندلو لپاره ټول اقدامات ترسره کړي.»

بل خوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دې برید په غندلو سره وایي، دا چاودنه د افغانانو د دښمنانو له لوري شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظء‌ ضیا تکل وايي: «اسلامي امارت په هېڅ ډول د افغان ولس پر قومي او مذهبي وېش باور نه‌لري او ځان د ټولو افغانانو د ژوند ساتنې مسوول بولي.»

اخوا یو شمیر هغه کورنۍ چې په دغه برید کې یې خپلې لوڼې وژل شوې، له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د زده‌کوونکو امنیت ټینګ کړي.

د دولسم ټولګې زده‌کوونکې اولس کلنه شبنم هم په کاج ښوونیز مرکز چاودنه کې ووژل شوه. دهغې خور شبنم وايي:‌ «سر مې تر څوکۍ لاندې کړ چې یو ځل مې یو ډېر خطرناک غږ تر غوږو شو، بیا بې‌هوښه شوم او نور مې له ځانه خبر نه درلوده.»

د شبنم پلار شیر محمد بختیاري وايي: «دوی د دې لپاره زده‌کړې کوي چې د هېواد خلک پرمختللي شي.»

د شبنم مور هدیه بختیاري وايي: «ازموینې چې اعلان شوې، ډېر زیات خوښ شول، پلار یې ورته هر وخت ویل چې یوه ورځ شهیدېږي، له تاسو ازمونه ازموینه نه اخلي، ازموینه چې اعلان شوه، ډېر زیات خوښ شول.»

د پېښې شاهدان د وژل شویو او ټپیانو شمېر تر هغې زیات ګڼې چې مخکې اعلان شوی دی.

د پېښې یو شاهد وايي: «دلته ډېر زیات خلک راټول شوي وو، له مرمۍ سره یې نږدې څلوېښت کسان دلته وژلي دي.»

د کاج ښوونیز مرکز زده کوونکی وايي: «نه پوهېږم چې موږ روښانه راتلونکی لرو او که‌نه؟»

د کاج ښوونیز مرکز د مسوولانو په وینا، په‌دې مرکز کې د جمعې په ورځ همغه مهال ځانمرګی برید وشو چې زده‌کوونکې د ازمایښتي کانکور ازموینې په ورکولو بوخت وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه