یو شمېر کورنۍ چې په وروستیو کې له پنجشېر ولایت څخه کابل ته راکډه شوي، وايي، په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او د راتلونکي ژمي په اړه اندېښنه لري.
نهه څلوېښت کلن عبدالحی چې تازه له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره له پنجشېره کابل ته په کډه راغلی، وايي، د کابل په یوې غرنیزې سیمه کې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.
دغه کس له بېکارۍ او بېوزلۍ سره مخ دی.
د پنجشېر بېځایه شوی عبدالحی وايي: «کله چې پر لمونځ هم ولاړ یم، په یاد مې شي چې ژمی راروان دی، لرګي او د ډبرو سکاره پکار دي. کابل څه ډول دی؟ موږ به څه ډول ژوند وکړو؟»
بېځایه شوې لطیفه وايي: «بېځایه شویو ته دې کور یا سرپناه پیدا کړي او لږ مرسته دې ورسره وشي.»
بېځایه شوې بهاره وايي: «ډېری کسان دي چې نارینه یا څوک نهلري، اقتصادي وضعیت دې ورته جوړ کړي، غوره به وي چې څه کار ورته وشي او د ښځو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.»
اخوا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په مرسته یو شمیر مرستندویه موسسو د پنجشیر ولایت بېځایه شویو ته مرستې وویشلي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ټولو بې ځایه شویو کورنیو سره به مرستې وشي.
د کابل ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عبدالمتین رحیمزی وايي: «د موسسو له لوري د ژمي لپاره یوه ځانګړې کڅوړه ده. پهدې کڅوړه کې نغدې پیسې، خوراکي توکي او البسه ټول څېزونه دي. انشاء الله کولای شي، ښه ارامه ژوند پرې ولري.»
د پنجشېر اړوند ۳۷ کورنۍ چې مرستې یې تر لاسه کولو کړي، له اړوندو داخلي او بهرنیو بنسټونو غواړي چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په دې اړه مو اندونه