Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو شمېر افغان زده‌کړیالان وايي هند ورته ویزې نه ورکوي

یو شمېر هغه زده‌کړیالان چې د هند تحصیلي بورسونه یې تر لاسه کړي، وايي، دوی ته د هند د ویزو ورکول لغوه شوي دي.

دغه زده‌کړیالان زیاتوي، څه باندې یو کال کېږي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت دوی ته اجازه نه‌ده ورکړې چې هند ته ولاړ شي.

حبیب الله چې د هند په یوه پوهنتون کې د اي ټي څانګې محصل دی، وايي، د هند وېزې د نه لرلو له امله، نه‌شي کولای په‌دې هېواد کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

دغه محصل وايي چې پوهنتون یوه میاشت وخت ورکړی چې په ټولګیو کې حاضر شي.

زده‌کړیال حبیب‌الله قریشي وايي: «له ټولو پوهنتونونو مو وروستي خبرداري اخیستي او موږ ته یې ویلي که په له یوې میاشتې په لږه موده کې پوهنتون ته ځانونه و نه رسوي، د ټولو داخلې به کنسل شي، موږ د افغانستان او هند له کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو غواړو چې موږ ته ویزې راکړي.»

زده‌کړیاله شکریه وايي: «موږ په ځلونو د هند سفارت او د بورسونو او پوهنتونونو له مسوولانو سره خبرې کړي، خو له بده مرغه هېڅ ځواب یې نه‌دی راکړی، موږ اوس په افغانستان کې بې‌برخلیکه پاتې یوو.»

د دغو محصلینو د مالوماتو له مخې، په اوسني وخت کې کابو دوه زره او ۵۰۰ محصلین چې د هند تحصیلي بورسونه لري، دې هېواد ته د تلو لپاره وېزې نه‌لري.

زده‌کړیال نصیر احمد احمد وايي: «هغوی وايي چې ښايي زده‌کړیالان د دې هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړي، په داسې حال کې چې ډېری زده‌کړیالانو په کلونو په هند کې زده‌کړې کړې دي.»

له دې سره په یو وخت د هند د بهرنیو چارو وزیر د یوه افغان محصل د پوښتنې په ځواب کې وايي، ترهغه چې هند د خپلې خوښې وړ باور ترلاسه نه کړي، محصلین باید په تمه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وايي: «د تېر کال له اګست میاشتې وروسته، په افغانستان کې د رامنځته شوی وضعیت له امله موږ د خپل سفارت فعالیت ځنډولو ته اړ شوو، موږ آن هلته حضور نه درلود ترڅو خپلې ارزونې ترسره کړو، په هغه وخت کې د وېزې، پاسپورت او نورو مسایلو په هکله ډېر شکونه موجود وو. هر هېواد خپل معیارونه لري او تاسو مجبور یئ په تمه شئ تر هغه چې کوم باور چې موږ یې غواړو ورته ورسېږو.»

له بلې خوا د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې په هند کې د افغانستان سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دلایل د قناعت وړ نه بولي.

په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي ویلي: «موږ تراوسه هېڅ قانع کوونکی دلیل نه‌دی تر لاسه کړی چې ولې هغو افغان محصلینو ته وېزې نه‌دي ورکړل شوې چې په هند کې زده کړې کوي.»

په اوسني وخت کې کابو یو زر او څلور سوه افغان محصلین د هند په ۷۳ پوهنتونونو کې د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا په دورو کې په زده کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه