Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د ‌ښوونیز نظام له وضعیته د ماشومانو د ژغورنې سازمان اندېښنه

د ماشومانو د ژغورنې سازمان د سې شنبې په ورځ په یوه نوي رپوټ کې وايي چې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې دی چې د ښوونې نظام یې د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

دغه نړۍوال سازمان زیاتوي چې افغانستان، سوډان، سومالیا او مالي هغه څلور هېوادونه دي چې د ښوونې له کړکېچ سره مخ دي.

د طلوع نیوز خبریال د کابل په یوه څنډه کې یوه ښوونځي ته تللی چې له لومړي تر شپږم ټولګي زده کوونکي په کرایي هټیو کې پر زده کړو بوخت دي.

یو شمېر زده کوونکې وایي،چې لومړنیو ښوونیزو امکاناتو ته هم لاسرسی نه لري.

زده کوونکې صبوره وايي:«له دولته هیله کوو چې موږ ته ودانۍ جوړه کړي موږ په هټیو کې درس وایوو.»
  
زده کوونکې نازو هم وویل:«موږ درس ته ډېره لېوالتیا لرو غواړم چې په راتلوونکې کې ډاکټره شم موږ ته ښوونځی جوړ کړئ.»

د یو شمېر ښوونکو په وینا، اوس مهال دغلته تر ۹۰۰ زیات زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي او هره زده کوونکی مکلف دی، چې د هټیو د کرایې د ورکړې لپاره په میاشت کې لس افغانۍ ورکړي.
  
ښوونکې فیروزه وايي:«ښوونځی دېوالونه نه لري او هر څوک ترې تېرېږي او ښوونکو ته مزاحمت کوي او د ښځینه ښوونکو لپاره دا ځای مناسب نه دی.»

د سیمې یو شمېر مخور وایي، چې په ځلونو یې د سرپرست حکومت له چارواکو د ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه یې دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.
   
د ۲۱ مې ناحیې د ګذر وکیل نور ولي سلیمان خېل وویل:«له بده مرغه تراوسه هېڅ کار نه دی شوی همدومره ښځيه او نرینه زده کوونکي چې لرو خو مناسب ځای نه لرو.»

دا په داسې حال کې دی چې په ځينو نورو ولایتونو کې هم زده کوونکي په ځينو ښوونځیو کې په پرانیسته فضا کې درس وايي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه