Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ژوند د وضعیت د خرابېدو په هکله د نړۍوالو بنسټونو ګواښ

د سره صلیب نړۍواله کمېټه او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په راتلوونکي ژمي کې د افغانستان د وګړو د ژوند د وضعیت د خرابېدو په هکله ګواښ کړی دی.
 
د سره صلیب نړۍواله کمیټه وايي چې په هېواد کې لسګونه زره تنو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅه کوي.

د افغانستان لپاره د سره صلیب نړۍواله کمیټې ویلي دي:«بې وزلي د افغانانو لپاره یو جدي ګواښ دی، لسګونه زره تنو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅې کوي، له ملاتړ او د نړۍوالو سازمانونو له مرستې پرته به دا وضعیت لاخراب شي، د وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره لازیاتې پانګونې ته اړتیا ده.»

له بلخوا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د وګړو صندوق پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ژمي په رانږدې کېدو سره به اړمنو ته د مرستې خدمات زیات شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د وګړو صندوق لیکلي:«موږ به د مرستو وېش ته دوام ورکړو، د ژمي په رانږدې کېدو سره به د ژغورنې خدمات زیات کړو، زموږ لومړیتوبونه د امیندوارۍ پرمهال د روغتیا او د افغانستان د خلکو لپاره د خوندیتوب خدماتو وړاندې کول دي.»

له دې سره هم مهاله د خوړو نړۍوال پروګرام مسوولین وايي چې دوی په افغانستان کې د بې وزلۍ د کمولو لپاره په راتلونکي کې تازه پروګرامونه په پام کې نیولي دي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام ویاند وحید الله اماني طلوع نیوز ته وویل:«زموږ پلان دا دی چې د اکټوبر میاشتې له پيله د ۲۰۲۳ کال د مارچ تر پایه هره میاشت وکړای شو دې څه باندې ۱۵ مېلیونه تنو لپاره د خوراکي توکو مرستې ورسوو او دا په ټول افغانستان کې اړمنو ته د خوراکي توکو د مرستې رسول دي او همدارنګه په لرې پرستو سیمو کې د ۱۵۰ زر مټریک ټنه د خوړو ذخیره کول دي چې د ژمي په اوږدو کې یې د نښلون لارې یې تړلي وي شامل دي.»

آی نور درې کاله د کابل ښاروالۍ د شپاړسمې ناحیې مرستیاله وه خو اوس وزګاره ده. 

د ښځو د حقونو دفاع کوونکې آی نور ازبیک وايي:«ښايي ۸۰ تر ۹۰ سلنه د کور او ماشومانو مسوولیتونه پر ما و د یوه کال په اوږدو کې او له هغه زیات، موږ د خپل ژوند خرابې ورځې تجربه کړې دي ځکه ژمنه یې کړې وه چې تاسې په کور کېنئ ستاسو معاشونه درکول کېږي په خپله ژمنه یې وفا ونه کړه او موږ له خپلو هغو حقوقو او امتیازاتو بې برخې شوو چې له دولته مو د کار په بدل کې اخیستل.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر تره کي وویل:«زموږ دولت مجبور او مکلف دی چې له امریکا او ټولو هېوادونو سره تعامل وکړي او زموږ د اقتصادي ښه والي چې اقتصاد وده وکړي او په پښو ودرېږي چې زموږ هوايي دهلیزونه پرانیستل شي او ګاونډیو هېوادونو سره راکړه ورکړه له ګاونډيو، اروپايي او اسیايي هېوادونو سره پرانیسته وي.»

له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه ګډ راپور کې ویلي چې په افغانستان کې شپږ مېلیونه تنه له سختې لوږې سره مخ دي.

د ملګروملتونو سازمان د وګړو صندوق څه موده مخکې یو راپور خپور کړی چې په افغانستان کې د خوراکي او سونګ توکو بیو د لوړوالي له امله ۹۵ سلنه افغانان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د وګړو صندوق پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ژمي په رانږدې کېدو سره به اړمنو ته د مرستې خدمات زیات شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه