د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور، دغه وزارت ته نږدې په یوه جومات کې د چاودنې پخلی کوي او وايي چې په دغې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه وزارت ځينې کارکوونکي او مراجعین د لمانځه پر ادا کولو بوخت وو.
بلخوا د ایمرجنسي روغتون په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دغې پېښې دوه مړي او ۱۸ ټپيان دغه روغتون ته راوړل شوي دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه