Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونکي نړۍواله ورځ او افغانستان کې د ښوونکو ګڼې اقتصادي ستونزې

په هېواد کې د ښوونکي نړۍواله ورځ په داسې حال کې راورسېده چې ډېری ښوونکي له اقتصادي ستونزو او ننګونو شکایت لري.

دوی وايي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له اسلامي امارته غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

شبیر احمد شېرزاد له دیارلسو کلونو راهیسې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې. هغه وايي چې په دې موده کې تل له اقتصادي ننګونو سره مخ و او هغه ژمنې چې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره یې ورکړل شوې نه دي عملي شوې.

دغه ښوونکی وایي په کرایي کور کې ژوند کوي او د کور کرایه هم په سختۍ سره برابروي:«د ښوونکو ستره ستونزه مالي ستونزه ده، د هغوی میاشتنی معاش کې ورکول کېږي د هغوی لپاره کفایت نه کوي چې خپلې ناروغۍ او کورنۍ ستونزې پرې حل کړي.»

په دغه پروګرام کې مسوولین د ښوونکو د کار د ارزښت خبره کوي.

د کابل ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر رییس رحمت الله زبیر وایي:«علم هغه څه دي چې انسان ته د انسانیت درجه ورکوي. علم، معلم، ښوونځی، مدرسه او دارلافتاح هغه ځایونه دي چې انسان ته هغه څه ورزده کوي چې الله ج هغه د څه لپاره پيدا کړی دی.»

د شبیر احمد په شان زیات شمېر نور ښوونکي هم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

که څه هم له دې مخکې په تېرو حکومتونو کې له ښوونکو سره د سرپناه او معاشونو د زیاتوالي په شان بېلابېلې ژمنې شوې خو ښوونکي وايي چې تراوسه دا ژمنې نه دي عملي شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه