د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافېره کرن ډېکر وايي، هېواد به یې په افغانستان کې له پوځي اړخه ښکېله نهشي.
کرن ډېکر له ځينو افغان خبريالانو سره په يوه انلاین ناسته کې زیاته کړې، له "طالبانو" سره ډېپلوماټیک چلند یوه اغېزناکه لار ده او په نږدې یا لرې راتلونکي کې کومه پوځي پایله نه ویني چې پر بنسټ به یې امریکا عمل وکړي.
اغلې ډېکر دې غونډې ته ویلي: «داسې هېڅ شونتیا نهشته چې امریکا بیا له پوځي پلوه په افغانستان کې ښکېله شي او هېڅوک دې په داسې یوې پایلې حساب نهکوي. موږ ټولو ډېپلوماټیکو هلوځلو ته دوام ورکوو چې طالبان د خلکو ژوند ته د درناوي، انساني کرامت او بشري حقونو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»
د دې امریکايي چارواکې په وینا، په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو دوام او بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره امریکا باید له اوسني حکومت سره تعامل وکړي.
په همدې حال کې اسلامي امارت د خبرو اترو له لارې د مسايلو پر حل ټينګار کوي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر ریيس سهيل شاهين وايي، د دوحې په تړون کې څرګنده شوې چې د امريکا په ګډون به هېڅ هېواد په افغانستان کې نظامي مداخله نهکوي.
ښاغلی شاهین زیاتوي: «د افغانستان اسلامي امارت هم غواړي چې د خپلو اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې مثبت تعامل ولري. که له چا سره په کومه برخه کې اختلاف وي، کوښښ کوي هغه د خبرو له لارې حل کړي.»
له بلې خوا د سياسي چارو ځينې شنونکي پهدې باور دي چې پر افغانستان د امريکا د نظامي مداخلې احتمال ډېر کم دی.
د سياسي چارو کارپوه عزيز معارج وايي: «اوسنيو شرايطو ته په کتو امريکا نهشي کولای چې د ۲۰۰۱ کال سناريو بيا تکرار کړي او په افغانستان پوځي يرغل وکړي. نه د امنيت شورا اجازه ورکوي. نه روسیه او چین دوی پريږدي چې امريکا په يوازې توګه راشي او دلته مداخله وکړي.»
د سياسي چارو کارپوه وحید فقيري وايي: «هغه اصلي پيغام يې دا دی چې غواړي دغه اوازې دفع کړي چې امريکا به بيا دلته راشي او افغانانو ته هم دغه پيغام لري چې تاسو خپل کارونه خپله وکړئ.»
د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافېره په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور د نه منلو وړ بلي او وايي، چې واشنګټن د دې ډلو فعالیتونو تر نظر لاندې لري.
په دې اړه مو اندونه