Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر:افغان چارواکي دې د ترهګرۍ په وړاندې ګام پوره کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بلاول بوټو زرداري ویلي چې د افغانستان اوسني چارواکي باید د ترهګرۍ پر ضد ګامونه اوچت کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې جرمني ته تللی دی، د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره په یوې خبري غونډه کې وایي، چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د ترهګرۍ پر وړاندې ګام پورته کړی.

دغه پاکستانی چارواکی په افغانستان کې د بشري حقونو  پرخوندیتوب هم ټينګار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري وايي:«موږ هیله من یوو چې د افغانستان اوسني چارواکي د افغانانو غوښتنې ومني او د بشري حقونو درناوی وکړي او دغه راز د ترهګرۍ پر وړاندې ګام پورته کړي.»
                           
د نړۍوالو چارو شنونکی سیدجواد سجادي څرګندوي:«پاکستان ترهګرۍ او افراط پالنې په لور نغوتې سره دوه موخې تعقیب وي لومړی دا چې غواړي ووايي دا افغانستان دی چې د ترهګرۍ او افراط پالنې مرکز دی او په داسې حال کې چې قضیه په بشپړه توګه برعکس ده.»
                                
د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم هم وویل:«د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې اوږدمهاله پروګرام چې د افغانستان د شرایطو په مطابق وي دوی دې کار وکړي او اجرايي کړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره پر بشري مرستو هم ټينګار کوي:«زه غواړم د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو ووایم چې په افغانستان کې څلوېښت مېلیون تنه مرستو ته اړ دي او اړتیا ده، چې نړۍواله ټولنه هم په ګډه کار وکړي څو په اوسني وضعیت کې له افغانانو سره مرسته وکړي.»

بل خوا اسلامي امارت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو په غبرګون کې وایي، چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړل شي، چې د افغانستان له خاروې نه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
                       
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«د هغو کسانو او ډلو پر ضد چې جګړه غواړي یا خدای مه کړه د افغانستان له خاورې غواړي ګواښ رامنځته کړي په کلکه درېدلي یوو او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي او کوم لوری د خطر احساس وکړي.»

په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي،چې په درېیو پړاوونو کې یې د نړۍ دوه څلویښتو هېوادونو ته د تګ لپاره له افغانستانه د دوه نوي زره تنو د وتلو زمینه برابره کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه