د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په یوې غونډه کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان له اوسني حکومت سره ښه تعامل ولري.
ښاغلي مجاهد په هغې غونډه کې چې د تلې میاشتې د ۱۵مې نېټې په مناسبت، چې پر افغانستان د امریکايي ځواکونو د برید له ورځې سره برابره ده، ټینګار وکړ چې زور تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې او نه به هم پایله ورکړي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وویل:«که امریکا هم له دې نه وروسته د افغانستان او د سيمې ثبات غواړي، خپلې ګټې غواړي، هېوادونو ته ثبات راوړي؛ نو باید د افغانستان له فعلي نظام سره مثبت تعامل وکړي.»
په دې غونډه کې د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو پر افغانستان د امریکا بريد ظالمانه وباله. او امریکا یې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورنه کړه.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي وویل:«کرېسټل بمونه استعما ل شول، b52 استعمال شول، بي پيلوټه طيارې او له هغې سره سره د بمونو مور د افغانستان په مقدسه خاوره کې استعمال شوه.»
د حکومت د رسنيو مرکز سرپرست انعام الله سمنګاني څرګنده کړه:«امریکا له ټولې نړۍ او ټولو پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو سره نه یوازې د دې لپاره راغلې وه چې د افغانستان تاریخ، هویت او کلتور بدل کړي، بلکې د نړۍ سیاست هم د تل لپاره بدل کړي.»
امريکايي ځواکونو ۲۱ کاله وړاندې پر افغانستان بريد وکړ؛ خو له ۲۰ کلونو وروسته اسلامي امارت بيا ځلې واکمنۍ ته ورسېد او امريکايي ځواکونه د تېر کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه ووتل.
په دې اړه مو اندونه