Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د څښاک اوبو له کموالي سر ټکوي

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي چې په لومړۍ او دویمې ناحیې کې ژوند کوي، د څښاک اوبو له کموالي سر ټکوي.

دوی زیاتوي، له تېرو څو میاشتي راهیسې له دې ستونزې سره مخ دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالستار وايي: «نږدې درې یا څلور میاشتې وشوې چې اوبه نه‌لرو، موږ د اوبو ډېره ستونزه لري، ان له شخصي ټانکرونو اوبه اخلو او له جومات یې رااخلو.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی نذر محمد وايي: «ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي، بشکې یې په لاسونو کې وي، د قوای مرکز له سیمې شاوخوا ۵۰۰ مټره یا یو کېلو مټر لرې واټنه اوبه رالېږدوي.»

له بلې خوا، دوی له اسلامي امارته غواړي چې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه ورته برابره کړي.

د کابل اوسېدونکی  مسعود وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې د خلکو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي، ځکه ژمی راروان دی.»

د کابل اوسېدونکی تاج محمد وايي: «خلکو ته دې اوبه ورکړي چې دا خلک له دې بدمرغۍ څخه خلاص شي.»

له بلې خوا، د اوبو او انرژۍ وزارت په پلازمېنه کې د اوبو کمښت مني او وایي، کابل ته یې د اوبو د لېږد سرچینې تامین کړي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د تر ځمکو لاندې اوبو د سرچینو رییس عزیز الرحمان عزیز وايي: «همدا اوس هم په یوې پروژې کار پیل شوی دی چې د قرغې له بنده تر ځمکې لاندې اوبه د کابل هغو سیمو ته ورسوي چې اوبو ته اړتیا لري.»

د اوبو او انرژۍ وزارت د مسوولانو په وینا، کابل ته د اوبو د لېږد د لویو پروژو پر طرحې په تېره بیا کابل ته د پنجشیر د اوبو د لېږد د پروژې پر طرحې کار پېل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه