Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کډوالو چارو وزارت: بې ځایه شویو ته به ځمکه ووېشو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې سرپناه نه لرونکو بې ځایه شویو ته به نږدې راتلونکي کې ځمکه وېشي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند عبدالمطلب حقاني په خبره، دغه کار به د ریاست الوزرا له حکم وروسته پيل شي.

ښاغلي حقاني وویل:«موږ ریاست الوزرا ته وړاندیز کړی دی او ښايي په نږدې راتلونکي کې د هغه حکم ورسېږي چې بیا د هغه پر بنسټ موږ د ځمکې نمرې وېشوو. د کورنیو بې ځایه شویو لپاره د کور د جوړولو او د کارو بار د زمینې د برابرولو په برخه کې هم همکاري او هڅه کوو.»

د کابل ښار قمبر څلور لارې له هغو سیمو ده چې په دغې سیمه کې ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ په ستونزو کې ژوند کوي.

بې ځایه شوی سید نور وايي:«وږي او تږي یوو څوک موږ ته څه نه راکوي نه اوړه لرو نه پیسې لرو نه نور څه لرو، در په دره شوي یوو.»

بل بې ځایه شوی نعمت الله هم څرګندوي:«درې یا څلور ځله سروې راغله تراوسه هېڅ معلوم نه دي وې ویل چې ځمکه ورکوي په هلمند کې ځای ورکوي تراوسه هېڅ معلوم نه دي.»  

د دې سیمې ماشومان او ځوانان له زده کړو پاتې دي. دوی وایي چې دغلته نږدې ټول بې ځایه شوي نالوستي  بې روزګاره دي. 

بې ځایه شوی عبدالرووف کندهاری څرګندوي:«موږ له دولته غواړو چې موږ ته ښوونځی جوړ کړي چې دلته ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي او دلته ماشومان نالوستي دي او له زده کړو پاتې دي.»

بل خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي، چې په دې وروستیو کې يې په پروان کې پر څه باندې دوه زره بې ځایه شویو مرستې وېشلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنري ویلي دي:«په داوطلبانه توګه د بې ځایه شویو په ستنېدو سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو متلونو عالي کمېشنري له بېرته ستنېدونکو کورنیو سره مرسته کوي. په وروستیو ورځوکې د افغانستان په یوه مرکزي ولایت یعنې پروان کې پر۲۲۰۰ پخوانیو بې ځایه شویو مرستې وېشل شوې دي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې ویلي دي، چې افغانستان په نړۍ کې شپږم هېواد دی چې په کوردننه تر ټولو ډېر بې ځایه شوي لري.

بل خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي،چې هڅه کیږي بې ځایه شوي بېرته خپلو ولایتونو ته ستانه کړای شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه