Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوحه کې د اسلامي امارت او امریکايي چارواکو ترمنځ د تفصیلي خبرو اترو پخلی

د سي ان ان د رپوټ تر خپرېدو وروسته، په کابل کې هم حکومت ته یوې منسوبې باوري سرچینې طلوع نیوز ته منلې چې د افغانستان او امریکا لوړپوړو حکومتي استازو، د تېرې شنبې په ورځ په دوحه کې له یو بل سره مخامخ مفصلې خبرې کړې دي.
 
له څه باندې درې میاشتني ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې کابل له واشنګټڼ سره مخامخ خبرو ته د کښېناستو پخلی کوي.
 
دغه ډول خبرې اترې د امریکا له لوري په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر د وژل کېدو له ادعا وروسته ځنډېدلې وې. 

د سرچینې په حواله د کابل له لورې په دغو مخامخ خبرو کې د دفاع او بهرنیو چارو د وزارتونو او استخباراتو د ادارې جګپوړو چارواکو له خپلو امریکایي سیالانو سره ګډون درلود. د دغو خبرو موخه هم د بدګمانۍ لرې کول او د تورونو د لګولو پر ځای د مخامخ خبرو اترو له لارې د اختلافي ټکو حل ته د لارې موندل ښودل کېږي.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني طلوع نیوز ته وايي:«دغه څرګندنې او روښانه مذاکرې یې چې په رسنیو کې راووتلې او ټول خبر شول، ښايي ځینو هوکړو ته رسېدلي وي چې اسلامي امارت باید دوه درې کارونه حتماً وکړي، لومړی دا چې د دوحې تړون عملي کړي، دویم بشري حقونه او د ښوونځیو پرانیستل، درېیم ټول ګډونه حکومت.»
 
په دوحه کې تر دغو وروستیو خبرو لږ وړاندې، د افغانستان لپاره د امریکې د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر هم د خپلې دندې د بپل پر مهال رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې په واضح ډول ویلي و چې امریکا بیا ځل په افغانستان کې د پوځي مداخلې نیت نه لري او هڅه یې دا ده چې له طالبانو سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. 

مېرمن ډېکر ویلي دي:«هېڅ احتمال شتون نه لري چې امریکا دې بیا په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي او هېڅوک باید پر دا ډول پایلې حساب ونه کړي. ټولو ډپيلوماټیکو هڅو ته دوام ورکوو، ډاډ ترلاسه کړو چې طالبان د خلکو د ژوند، انساني کرامت او بشري حقونو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کوي.»  

خو د دغه پرمختګ سربېره په دوحه کې د تېرې شنبې په ورځ د شویو خبرو د جزیاتو په هکله د هرې غاړې په روایت کې لا هم خپل، خپل لومړیتوب محسوس دی. 

کابل وایي دغه خبرې تر ډېره د افغانستان هوایي حریم ته د بې پیلوټه امریکایي الوتکو د ننوتو پر مخنیوي، د افغانستان د کنګل شویو اسعاري زیرمو په برخلیک او بانکي اسانتیاو ورټولې وي. خو واشنګټن د ترهګرۍ خلاف مبارزه د سر خبره ګڼي او ورپسې ښځو ته د کار او نجونو ته د تعلیم د حق او پراخ بنسټه حکومت د جوړولو خبره کوي. 

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وویل:«ښايي امریکایان په دوحه کې له حکومت سره په ځينو موردونو کې ژر هوکړې ته ورسېږي مثلاً په استخباراتي مسایلو کې، خو په ځينو نورو مسایلو کې مثلاً د ټول ګډونه حکومت په هکله او دا چې تر هغې به په افغانستان کې بدلونونه رانه شي، امریکایان هم ژر پایلو ته نه رسېږي.»
 
د دواړو لوریو تر منځ پر یو بل د نه باور اوسنۍ فضا په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر د وژل کېدو په هکله د سپینې ماڼۍ تر اعلان وروسته زور واخیست. خو اوس داسې برېښي چې دریځونه بدل شوي او د اختلافونو د حل لپاره بېرته خبرو ته پام اوښتی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه