Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېر یوه کال کې په نشه يي توکو د ۲۵ زره روږدو درملنه

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېر یو کال کې یې د څه باندې ۲۵ زره روږدو کسانو درملنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې دغه روږدي تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان وویل:«د عامې روغتیا وزارت دې ته ژمن دی چې له دا ډول ناروغانو ته په راتلونکي کې یو کمپلکس جوړ کړي او هلته به د دوی دوامداره درمنله وشي.»

بل لور ته د کابل د امنیه قومندانۍ د شمېرو له مخې، یوازې په کابل کې یې په نشه یي توکو ۱۳ زره روږدي کسان را ټول او د روږدو د درملنې روغتونونو ته یې ور پېژندلي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ چارواکو چې د روږدو له ۱۰۰۰ بستریز روغتونه لیدنه کوله، وايي چې له اړوندو بنسټونو سره د روږدو په راټولولو کې مرسته کوي.

د کابل د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي عبدالله وايي:«تراوسه موږ ۵۵۵ په زندان کې لرل چې شیشه، پوډر او نور نشه يي توکي یې پلور او قاچاق کول یې. دا چې کابل یو نفوذ لرونکی ښار دی او اوه مېلیونه نفوذ لري دا راټولول یې هم ساده کار نه دی دا ښکارنده به ډېر ژر له منځه ولاړه شي.»

فرهاد چې له تېرو شلو کلونو راهيسې په نشه يي توکو روږدي دی. اوس د کابل ښار په ابن سينا روغتون کې تر درملنې لاندې دی. هغه وايي ملګرو يې په نشه يي توکو روږدي کړ او که په ښه ډول يې درمنله وشي بيا ځلې به نشه يي توکو ته مخه نه کړي.

هغه وویل:«خدای دې هېڅوک دې بې یاره او بې ملګري او بې دوسته نه کړي، خو داسې ملګری نه چې تا په خرابه لار بوځي زه د ملګري له امله په دې خرابه لار کې ولوېدم.»

اوس مهال نږدې زر تنه په نشه يي توکو روږدي د کابل په ان سينا روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د دغو معتادينو څخه يې ځينې وايي، چې بيکاري، مهاجرت او د ژوند نورې ستونزې د دې لامل شوي، چې نشه يي توکو ته مخه کړي.

‍په نشه يي توکو روږدي مومن وویل:«په ایران کې وم په هغو ستونزو کې چې یوازې وم په یوه اتاق کې په یوازیتوب کې مې فکر پرېښانه و په دغو فکرو کې په پودر اخته شوم.»

په نشه يي توکو روږدي خان اغا هم څرګنده کړه:«وروره اوس شکر جوړ شوی یم اوس تصمیم لرم چې نور پوډر ونه وهم او دا عمل پرېږدم.»

يو شمېر هېوادوال له حکومت غواړي، چې له درملنې وروسته هم د معتادينو څارنه وکړي، تر څو بيا ځلې په نشه روږدي نه شي.

رياست الوزراء په افغانستان کې د مخده موادو د معتادينو شمېر پنځه مېلیونه اټکل کړی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ د شمېرو له مخې، یوازې په کابل کې یې په نشه یي توکو ۱۳ زره روږدي کسان را ټول او د روږدو د درملنې روغتونونو ته یې ور پېژندلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه