د رواني روغتیا له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په افغانستان کې له هرو دوو تنو د هغوی یو له شدید رواني فشار سره لاس او ګرېوان دي.
د عامې روغتیا وزارت شمېرې څرګندوي چې شل سلنه هېوادوال په رواني ناروغیو اخته دي او رواني روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي وايې:«له بده مرغه چې په افغانستان کې له هرو دوو تنو څخه یو یې د بېلابېلو عواملو په دلیل له شدید رواني فشاره کړېږي اټکل کېږي چې دغه شمېر لا زیات هم دی.»
د رواني روغتیا ډیپارټمنټ آمر وحیدالله افغان هم وویل:«د رواني ناروغانو شمېر ۲۰ سلنه دی او د رواني ناروغانو لپاره د خدماتو وړاندې کول د عامې روغتیا وزارت په لومړیتوب کې دي.»
په همدې حال کې د عدلي طب سرپرست اقتصادي ستونزې او تحمیل شوې جګړه په هېواد کې د رواني ناروغانو د ډېروالي اساسي لاملونه بولي.
د عدلي طب سرپرست عبدالهادي مجاهد څرګندوي:«په هېواد کې د رواني روغتیا د خرابېدو یو له عواملو دا دی چې دلته د کلتورونو یو ټکر رامنځته شوی، زموږ خلکو دودونه، اعتقادونه لرل خو پردي کلتورونه وارد او تحمیل شول.»
بل خوا د رواني روغتیا ملي او تخصصي روغتون یو شمېر ډاکټران وايي، په دې روغتون کې نږدې ۷۰ د رواني روغتیا ناروغان له درملنې لاندې دي.
د رواني روغتیا ملي او تخصصي روغتون ډاکټر سید نجیب الله جاوېد څرګده کړه:«هغه ناروغان چې د رواني روغتیا روغتون ته مراجعه کوي هغه ناروغان دي چې حالت یې پرمختګ کړی او د بسترېدو وړ دي، بستر کېږي او ورځ په ورځ تر درملنې لاندې نیول کېږي او وضعیت یې ښه کېږي.»
د رواني ناروغۍ یو شمېر ناروغان که څه هم خبرو کولو ته حاضر نه شول، خو ځیني نور بیا زیاتوي، چې اوس يې وضعیت له پخوا ښه دی.
د رواني روغتیا ناروغ عارف وویل:«د تېر پرتله ډېره ښه شوی یم دلته هر څه ښه دي، ډاکټران، د اتاقونو وضعیت.»
د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې سره سم، د بشري حقونو څارونکي په افغانستان کې د رواني ناروغانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، چې له لس سلنه کم رواني ناروغان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري.
په دې اړه مو اندونه