Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د اسلامي امارت مشر د استخباراتو له رییسانو سره ولیدل

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده، د هېوا د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو له رییسانو سره لیدلي دي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، ملا هبت الله آخندزاده د ټولو ولایتونو د استخباراتو رییسانو ته امر کړی چې له مستندو اسنادو پرته باید څوک بندي نه کړي.

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«دوی باید له خلکو سره ښه وضعیت ولري او د خلکو په کمزور اتهاماتو باندې بندي کول، ځورول او نیول دا ونه شي، چې شوي هغه باید جبران شي او بل څو چې دقیق معلومات نه وي شوي چاته اجازه ورنه کړي چې هېچ ارګان مداخله وکړي او خلک وځوروي. دغې برخه کې لارښوونې شوي هیله ده ګټورې به وي.»

د اسلامي امارت مشر له یو شمېر چارواکو سره په لیدنه کې د بې وزله او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د ستونزو پر حل ټینګار کړی.

د اسلامي امارت ویاند وايي، ملا هبت الله آخندزاده هېواد کې د ښځو د حقونو خوندیتوب په اړه د ۹ ماده ییز فرمان د بشپړ عملي کېدو غوښتنه کړې.

ښاغلي مجاهد څرګنده کړه:«استخباراتو نه غوښتل شوي چې دغه برخه کې اقدامات ډېر وکړي ترڅو عملي شي. ځینو سیمو کې تخطۍ لیدل شوي ځینو سیمو کې لا هم د ښځو غږ نه دی اورېدل شوی، ځینو سیمو کې راپورونه دا دي، چې د کم عمر نجونې ورکړل شوي یا بې خوښې ورکړل شوي، چې استخبارات باید دې برخې ته پام وکړي.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي د اسلامي امارت رهبر او د هېواد د استخباراتو رییسانو ترمنځ لیدنه مهمه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي:«د استخباراتو وظیفه ډېره اړینه او مهمه ده، نو د دې لپاره باید دوی ته لارښوونې وشي او شوي هم دي. دا ناسته د دوی ډېره مهمه وه.»

د اسلامي امارت مشر همداراز په هېواد کې د استخباراتو رول ګټور بللی او زیاتوي، چې د نظام د ټینګښت لپاره د دې بنسټ رول مهم دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه