Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي موزیم مسوولان: موزیم د نندارتونو لپاره مناسب ځای نه لري

د افغانستان د ملي موزیم چارواکي وايي چې په دغه موزیم کې د بېلابېلو دورو څه د پاسه ۵۰ زره لرغوني آثار ساتل کېږي.

دوی زیاتوي چې د ملي موزیم ودانۍ په یوه وخت د ۵۰ زره آثارو د نندارې ته اېښودلو لپاره کوچنۍ ده.

د ملي موزیم امر عین الدین صداقت وايي چې د ملي موزیم مسوولان چمتو دي چې د هېواد لرغوني اثار د نړۍ په ځینو نندارتونو کې نندارې ته کېږدي.

ښاغلي صداقت زیاته کړه:«د ملي موزیم اوسنۍ ودانۍ چې اثار په کې ساتل کېږي او دلته موږ نندارتونونه جوړ کړي دي یوه ډېره کوچنۍ ودانۍ ده موږ د یوه ښه ځای د درلودو په صورت کې کولای شو ډېر نندارتونونه جوړ کړو او هغه هېوادونه چې د افغانستان د اثارو د نندارې لېواله دي موږ دا چمتووالی لرو چې په بېلابېلو هېوادونو کې نندارتونونه جوړ کړو.» 

د دغه لرغون کور مسوولان زیاتوي چې د ورځې کابو ۵۰ تنه چې ډېری یې زده کوونکي او محصلین دي له دې موزیم څخه لیدنه کوي.

ورته مهال ځينې لیدونکي وایي چې د تاریخي آثارو د لیدلو او د تاریخ په اړه د لازیاتو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره دې ځاي ته راغلي.

ننداره کوونکی عزت الله وايي:«د تېرو تاریخي اثارو د لیدو لپاره یوه لېوالتیا ده او بل د افغانستان له تاریخي پېښې لیدنه ده، لکه څرنګه چې موږ په کتابونو کې لوستي دي کله چې څوک هغه له نږدې وویني هغه ډېر اغېزناک دي.»

ننداره چي سمېع الله هم وویل:«د دغو تاریخي اثارو له ساتونکو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه لرغوني اثار په سمه توګه وسي.»

له دې مخکې، د ملي موزیم مسوولینو له چین سره څو موافقې لاسلیک کړې چې له مخې یې بیجینګ د لرغونو آثارو په ساتلو او افغان متخصصینو د ظرفیتونو په لوړولو کې مرسته کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه