Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په قزاقستان کې د سیکا ناستې ګډونوالو په افغانستان کې پر ثبات ټینګار وکړ

د سیکا کنفرانس غړیو هېوادونو شپږمه سرمشریزه نن (پنج‌شنبه) د قزاقستان په استانې ښار کې تر سره شوه.

په‌دې غونډه کې د روسیې، ازبېکستان، ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو د افغانستان په اړه هم ویناوې وکړې.

د ازبېکستان ولسمشر وویل، د افغانستان د ستونزې د حل لپاره باید یوه نړۍواله ډله جوړه شي.

شوکت میرضیایف وايي: «د افغانستان د مسایلو په اړه د یوې پراخې اجماع د جوړېدو او په نړۍواله کچه د عملي اقداماتو لپاره موږ وړاندیز کوو چې، د اسیايي هېوادونو د ګډو هڅو او همغږۍ لپاره یوه نړۍواله ډله جوړه شي.»

په‌دې غونډه کې د روسیې ولسمشر وویل، د افغانستان د وضعیت د بېرته عادي کېدو لپاره باید په ګډه کار وشي.

ولادیمیر پوتین وايي: «د افغانستان د وضعیت د عادي کولو لپاره اړتیا ده چې د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره  په ګډه کار وکړو، خو تر هر څه لومړی له ټولو غواړو چې، د اشغال په کلونو کې افغان ولس ته اوښتي خسارات جبران کړي او د افغانستان د خلکو شتمنۍ چې په ناقانونه توګه کنګل شوي ازادې کړي.»

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي: «یو سوله ییز، سوکاله او متحد افغانستان د پاکستان، ټولې سیمې او نړۍوالې ټولنې په ګټه دی. موږ له نړۍ غواړو چې، په افغانستان کې د سولې، سوکالۍ او پراختیا لپاره له افغان ولسه ملاتړ وکړي.»

له بل لوري د ایران ولسمشر په‌دې غونډه کې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وايي: «په افغانستان کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ په ناوړه دوره کې برلاسي کول جدي ارادې او د سیاسي خبرو اترو له لارې عملي ګامونو ته اړتیا لري چې موخه یې د دې هېواد د ټولو قومي او مذهبي ډلو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت ټولې هغه ناستې او هغه نشتونه چې د افغانستان مسایل په‌کې یو نه یو ډول تر څېړنې او بحث لاندې نیسي او له افغانانو سره د همکارۍ په روحیه باندې ګامونه پورته کېږي او د افغانانو په ګټه وي او زموږ د هېواد په ګټه وي، ښه ګام دی.»

تر دې مخکې هم د شانګهای سازمان په غونډه کې  په افغانستان د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار شوی وو؛ خو اسلامي امارت بیا اوسنی حکومت ټول ګډونه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه