Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا ولسمشر ډاډ ورکوي چې افغانستان به د ترهګرو په پټن‌ځای بدل نه‌شي

د امریکا ولسمشر وايي، واشنګټن له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې  اسلامي امارت د خپلو ژمنو ځواب ویونکی بولي.

جوبايډن د امريکا د ملي امنيت د نوې سټراتيژۍ په سند کې ويلي، افغانستان به يو ځل بيا د دغه هېواد او د هغه د متحدينو پر وړاندې د تروريستي بريدونو په خوندي ځاله بدل نه شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي: «موږ به دا تضمین کړو چې افغانستان به هېڅکله د امریکا او د هغې د متحدینو په وړاندې د ترهګریزو بریدونو لپاره امن پټنځای نه وي. موږ به طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه عمومي ژمنو په خاطر ځواب ویوونکي وګڼو.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: «طالبانو ته پکار ده چې امریکا ته کره او مستند لاسوند او د اسنادو پر بنیاد باندې دلایل ورکړي او مدارک ورته وړاندې کړي چې دلته دوی له ترورېزم سره نه اړیکې لري او نه دلته ترورېزم شته.»

اسلامي امارت هم یو ځل بیا ټینګار کوي چې افغانستان به هېڅکله د کوم هېواد په وړاندې ګواښ نه وي.

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وایي چې اسلامي  امارت به چا ته د هېڅ هېواد په وړاندې د افغانستان له خاورې د استفادې اجازه ورنه کړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي: «موږ د دوحې توافق‌نامې ته ژمن یوو، د هغې پر اساس هېڅ ډلې او فرد ته اجازه نه‌ ورکوو چې د افغانستان خاوره د امریکا په شمول د کوم بل هېواد پر خلاف استعمال کړي. همدا شان غواړم ووایم چې امریکا هم د دوحې د توافق‌نامې ټولې برخې تطبیق کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: «اسلامي امارت له ترهګرۍ سره پر مبارزي ژمن دی او په تکرار سره یې ویلي چې او له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه کوي. کله چې په افغانستان کوم ترهګریز عمل تر سره کېږي، د دوحې د تړون له مخې به اسلامي امارت امریکا او متحدانو ته یې ځواب ورکوي.»

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس له امریکا غواړي چې د دوحې د هوکړې له مخې د اسلامي امارت د مشرانو نومونه بې له ځنډه له تور نوملړه وباسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه