Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو په غونډه کې د سیمې او افغانستان پر امنیت ټینګار

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو په غونډه کې وايي چې روسیه به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره کار وکړي.

ښاغلي پوتین په دغې غونډه کې چې د کازاخستان په استانه ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره همکاري اړتیا ګڼي او وايي چې په سیمه کې د ترهګرۍ د پراختیا په مخنیوي کې به همکاري وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې هکله وویل:«د جهادیانو تر منځ اړیکې زموږ ټولو لپاره یو ګواښ دی. په یقین سره موږ اړتیا لرو چې، د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره کار وکړو.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه اجمل ځدراڼ هم وايي:«روسیه اندېښمنه ده هغه ډلې چې په افغانستان کې موجودې دي د روسیې ملي امنیت ونه ګواښي.»

له دې سره سم، د ترکمنستان ولسمشر پر دې باور دی چې، په افغانستان کې ثبات به په سیمه او پولو کې امنیت تضمین کړي او عشق آباد د افغانستان د ناورین د حلېدو لپاره د نړۍوالو له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

له بل لوري، د تاجیکستان ولسمشر بیا له افغانستان سره په پوله کې د امنیتي وضعیت خرابېدو ته اندېښمن دی او د ګډو پولو پر لا امنیت ټينګار کړی دی.

 د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان څرګندوي:«تاجیکستان ته نږدې د سخت دریځۍ مفکورې د پراختیا لپاره مرکز جوړېږي. په دې ګواښوونکو بهیرونو کې د افغانستان او تاجیکستان د پولې په شاوخوا کې وضعیت چې، د ټولې مرکزي آسیا د پولو ۶۰ سلنه جوړوي، پیچلی شوی دی. موږ په دوو وروستیو کلونو کې له افغانستان سره پولې ته نږدې ۱۷۵ پوستې جوړې کړي دي؛ خو دا هم کافي نه دي.»

د سیاسي چارو شنوونکی ولي فروزان وویل:«روسیه په تاجیکستان کې د امنیت په هکله اندېښمنه ده او د روسیې دا اندېښنه په ځای ده.» 

په ورته وخت کې اسلامي امارت وايي، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان په پولو کې امنیت ډاډمن دی او په وینا یې افغانستان به د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه وي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«زموږ له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ نشته. خپلو پولو ته متوجه یوو، له نورو هېوادونو سره مو د خپلو پولو امنیت په سمه توګه تامین کړی دی.»

هندي رسنیو بیا راپور ورکړی چې، د شانګهای د همکاریو د سازمان غړو په ګډه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاریو یو سند لاسلیک کړی دی.

د تاجیکستان ولسمشر بیا له افغانستان سره په پوله کې د امنیتي وضعیت خرابېدو ته اندېښمن دی او د ګډو پولو پر لا امنیت ټينګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه