Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت له جګپوړو چارواکو سره د یوناما د نوې رییسې لیده کاته

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د یوناما له نوي رییس څخه غوښتي دي چې د خپل مسوولیت په چوکاټ کې نړۍ ته حقیقتونه ورسوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې ښاغلي متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي رزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو په هکله خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي:«د بهرنیو چارو وزیر وویل اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانستان او نړۍ له یو بل سره نږدې شي او لومړیتوبونه، شرایط او د یو بل غوښتنې درک کړي او یوناما دا کار ښه کولای شي.»

بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د یوناما له نوې رییسې غوښتي چې، د خپل مسوولیت په چوکاټ کې د افغانستان رېښتینی تصویر نړۍوالو ته ورسوي.

له دې سره سم، د چارو ځينې شنوونکي په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په برخه کې د یوناما نقش ډېر مهم ګڼي.

پخوانی ډپيلوماټ عزیز معارج وايي:«یوناما د افغانستان د رسمیت پېژندلو په چارو کې هم کولای شي چې نړۍ ته قناعت ورکړي، هغه هم په هغه صورت کې چې د طالبانو پالیسي او سیاست په دې حد کې وي چې وکړای شي په لومړي ګام کې یوناما ته قناعت ورکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی څرګندوي:«د حقیقت موندنې په برخه کې، اسلامي امارت باید د یوناما له ادارې سره هراړخیزه او مستقیمه همکاري وکړي.»

۷۲ کلنه رزا اوتونبایوا د قرغیزستان ده او د روسیې له یوه دولتي پوهنتونه په فلسفه کې دکتورا لري.

هغه په قرغیزي، روسي او انګلیسي خبرې کول شي. مېرمن اوتونبایوا چې په رهبرۍ او ډيپلوماټيکو چارو کې ۳۵ کلنه تجربه لري د دیبرا لاینز پر ځای په افغانستان کې د یوناما رییسه ټاکل شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه