Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د اقلیمي بدلون په هکله د حکومتي چارواکو اندېښنې

د اسلامي امارت چارواکو د اقلیمي بدلون نړۍوالې اوونۍ کنفرانس کې په هېواد کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په اړه اندېښنه وښوده.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وايي، چې د اقلیمي بدلون له امله د هېواد په لوېدیځ، شمال او شمال لوېدیځ کې د بارانونو اورښت کم شوی او د وروستیو سېلابونو راتلو له امله خلکو ته زیانونه رسېدلي دي.

د ریاست الوزراء ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«د بې وخته بارانونو او واورې اورېدل، زموږ په هېواد کې د اقلیمي بدلون منفي اغیزې دي.»

بل خوا د عامې روغتیا وزارت وايي، اقلیمي بدلون په هېواد کې تنفسي ناروغۍ، سرطان او نورې ناروغۍ رامنځته کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي څرګنده کړه:«لږ تر لږه ۲۲۸۷ تنه د کابل اوسېدونکي د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي، په ځانګړي ډول د ککړې هوا له امله يې خپل ځانونه له لاسه ورکړي.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیز الرحمن وايي:«که څه هم له پخوا څخه د اقلیمي بدلون سره د مبارزی لپاره هڅې روانې وي، خو بیا هم ډېرو هڅو او ګډ کار ته اړتیا شته.»

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل چې، د نړۍ ډېریو هېوادونو چاپېریال ته زیان رسولی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی زیاتوي:«دې کې به نه تنها موږ، بلکې د دنیاوالو وظیفه ده، حق يې دی چې راشي له موږ سره په دې برخه کې همکاري وکړي ځکه چې د افغانستان محیط، فضا او هوا چې خرابه کړې د دنیا ملکونو ستر رول درلود.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي:«فابریکي، شرکتونه او که موټر وي او که وسلې وي که نورې داسې فابریکې وي، چې غیر معیاري وي او زیان يې ټولو نړۍوالو ته وي باید پرې محدودیت ولګوي.»

په ژمي موسم کې د غیر معیاري توکو په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو، پلاستیکونو سوځول او د زړو موټرو دود هغه لاملونه دي، چې په پلازمېنه کابل کې هوا ککړه وي او اوسېدونکي يې په ډول ډول ناروغیو اخته کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه