Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځينو سیاسي څېرو مجازي ناستې ته د اسلامي امارت غبرګون

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال له هېواد نه بهر د یو شمېر سیاسي څېرو، د مخکیني حکومت د چارواکو او د مدني ټولنې د فعالانو د لنلاین غونډې په غبرګون کې وایي، چې دغه څېرې خلکو ته د منلو نه دي.

بلال کریمي له ټولو مخکنیو چارواکي غواړي چې له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شي.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«اسلامي امارت یو کمېسیون جوړ کړی، هغه کسان چې له هېواده بهر دي د هماغه کمېسیون له لارې هېواد ته راستنېدلای شي چې په خپل هېواد کې ارام او اسانه ژوند وکړي.»

د اکټوبر میاشتې پر پنځلسمه شاوخوا ۲۰۰ سیاسي څېرو، د مخکیني حکومت چارواکو او د مدني ټولنې فعالانو په یوې انلاین غونډه کې په هېواد کې د ملي خبرو د پېلېدو غوښتنه وکړه.

د مخکیني حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د دې غونډې جګپوړی غړی حنیف اتمر په دې باور دی، چې د دوحې د هوکړه لیک درې برخې چې د افغانانو په  ګټه وې، نه دي عملي شوې او په وینایې د افغانانو خپل منځنۍ خبرې هم په همدغو برخو کې راځي.
  
د مخکیني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي:«د افغانانو ترمنځ مذاکرات دې پيل شي او د دغو مذاکراتو په پایله کې سیاسي اجماع او توافق دې وشي.»

د نړۍوالو اړیکو شنوونکی نعمیت الله بېژن پور څرګندوي:«ښايي د دوی لېوالتیا نه د دې لپاره چې افغانستان به وژغورل شي بلکې دوی په خپله بېرته راستنېدو ته اړتیا لري او په حقیقت کې د خپلو اړتیا په هکله یې خبرې اترې کړې دي.»

بلخوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دغه حرکت له ګډونوالو غواړي،چې افغانستان ته راشي او له اوسنیو چارواکو سره خپل اختلافونه له نږدې حل کړي.

تر دې وړاندې یو شمېر سیاسي څېرې او د مخکیني حکومت ځيني چارواکي له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي او اوس مهال په هېواد کې ژوند کوي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دغه حرکت له ګډونوالو غواړي، چې افغانستان ته راشي او له اوسنیو چارواکو سره خپل اختلافونه له نږدې حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه