Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیت شورا په غونډه کې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې کېږي

ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې «د ښځې، سولې او امنیت» په نوم ځانګړې غونډه جوړه شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، په‌دې غونډه کې به د افغانستان په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې وشي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، د بشري حقونو د څار بنسټ او یو شمېر نور کسان هم ویناوې وکړي.

په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «په دغه ناسته کې به د افغانستان په ګډون د امنیت شورا پر غړو سربېره هېوادونو استازي هم ګډون او وینا وکړي، د افغان مېرمنو د وضعیت او هغه اندېښنې چې په دې هکله موجودې دي دا به د دغې ناستې د بحث وړ مسایل وي.»

د بشري حقونو په څار بنسټ کې د ښځو چارو مسووله هیدر بار وايي: «له ملګروملتونو سازمان څخه زموږ دوهمه غوښتنه دا ده چې د ځواب ویلو لپاره یو بېل میکانیزم رامنځته کړي ترڅو هغه جرمونه چې په افغانستان کې کېږي په ګوته شي، زموږ درېیمه غوښتنه دا ده چې مرستندویه بنسټونه په افغانستان کې د ښځو حقونو له دفاع کوونکو ملاتړ وکړي، هغه دفاع کوونکي چې د ژغورنې خدمات ترسره کوي، لکه د ښوونځیو د پرانیستو کار او د ښځو او نجونو لپاره نور خدمات.»

له بلې خوا، یو شمېر مېرمنې چې په تېر حکومت کې یې کار کاوه له اسلامي امارته یو لړ غوښتنې لري.

د مخکیني حکومت کارکوونکې ای نور ازبیک وايي: «د ښځو هویت دې په رسمیت وپېژني او د کار او زده‌کړو حق دې ورته ورکړل شي.»

د ښځو د حقونو دفاع کوونکې مریم معروف اروین وايي: «هیله ده چې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه اجنډا وي، د ښځو د کار زده‌کړ او په ټولنه کې د فعالیت په اړه اجنډا وي او هیله ده د همدې اجنډا په چوکاټ کې ستونزې حل شي.»

اخوا، د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه ننګونې او اندېښنې نشته او د شریعت پر بنسټ د هېوادوالو حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «موږ په افغانستان کې الحمد لله د اسلامي امارت له راتګ وروسته د بشري حقونو په برخه کې ستونزه او نګراني نه‌لرو، له بل هر وخت زموږ هېوادوال له خپلو حقونو څخه برخمن دي او اسلامي امارت هم بشپړه ژمنتیا لري چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ټولو هېوادوالو حقوق تامین شي.»

د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک له مخې، هر کال په اکتوبر میاشت کې د ښځو د سولې او امنیت ناسته ترسره کېږي.

اد اسلامي امارت وایي، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه ننګونې او اندېښنې نشته او د شریعت پر بنسټ د هېوادوالو حقونه خوندي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه