Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پنجشېر اوسېدونکي د خپلو خپلوانو دوسیو د عادلانه څېړنې غوښتنه کوي

د پنجشېر ولایت یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي د خپلوانو دوسیې یې چې په زندان کې دي په عادلانه ډول وڅېړي.

دوی ادعا کوي چې په کابل کې يې يو شمېر خپلوان له کوم جرم پرته نیول شوي دي.

د نیول شوي کس خپلوان محمد عمر وايي: «جرم یې مالوم نه‌دی، موږ ته هم څوک نه وايي چې دغه یې جرم دی. والي ته لاړو، د عالمانو شورا ته لاړو، هر ځای ته چې لاړو موږ ته چا و نه ویل چې دغه یې جرم دی.»

د نیول شوي کس خپلوان مرزا شاه وايي: «مور مې ډېره زیاته اندېښنه کوي او پلار مې هم همدا اوس ورپسې تللی، له ټولو استخباراتو امر راغی چې دا کس هېڅ ګناه نه‌لري.»

د کابل د والي ویاند وایي، وروسته له هغه چې د پنجشېر ولایت یو شمېر اوسېدونکي د کابل له والي سره وکتل، د رییس الوزا په لارښوونه یوه شپږ کسیزه کمېټه جوړه شوه چې یاده کمېټه به د نیول شویو کسانو دوسیې وڅېړي چې د یادې کمېټې مشري هم د کابل د والي پر غاړه ده.

د کابل د والي ویاند ضیاالله هاشمي وايي: «هغه کابل مېشته پنجشېریان چې په یادو محابسو کې دي یا جرم نه‌لري او یا هم د هغوی جرمونه کم دي، د دوی دوسیې به د ریاست‌الوزرا له محترم مقام سره شریکېږي او بعد له هغه نه د ریاست‌الوزرا مقام د دوی د ازادېدو په اړه پرېکړه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر هم پنجشېر ولایت کې د نیول شویو کسانو د څرنګوالي په اړه د څېړلو غوښتنه کړې ده.

بل لور ته، د کابل د والي وياند وايي، چې د بنديانو د دوسيو د څېړلو لپاره يې شپږ کسيزه کمېټه ټاکلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه